اردوغان: پر ترهګرو وسلې ويشل ناوړه پايلې لري.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د فرانسې د رسمي سفر نه هېواد ته د ستنېدو پرمهال په الوتكه كې خبريالانو سره په مركه كې وويل چې په سوريه كې د روانو حالاتو نه تر ټولو زيات موږ اغېزمن شوي يو.

178170
اردوغان: پر ترهګرو وسلې ويشل ناوړه پايلې لري.


د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د فرانسې د رسمي سفر نه هېواد ته د ستنېدو پرمهال په الوتكه كې خبريالانو سره په مركه كې وويل چې په سوريه كې د روانو حالاتو نه تر ټولو زيات موږ اغېزمن شوي يو.
اردوغان يو ځل بيا څرګنده كړه چې په نوموړي هېواد كې د ستونزو اصلي ريښه د داعش ترڅنګ د بشار اسد د رژيم ظلمونه دي. ولسمشر د سوريې شمال ته په اشارې سره وويل چې په سيمه كې د حلب ښار د بشار اسد د ځواكونو لخوا د خطر سره مخامخ دى. په ښار كې تاريخي او كلتوري ميراث له منځته تللى دى او خلك يې د كوباني د خلكو په څېر د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
اردوغان همداراز وويل چې د كوباني په اړه يې خپل نظر د لوړپوړو امريكايي چارواكو سره شريك كړى دى. په سيمه كې په ترهګرو ډلو باندې د وسلو ويشل به په راتلونكې كې ناوړه پايلې ولري.
ولسمشر اردوغان وويل چې د سوريې په اړه د امريكا د سپينې ماڼۍ، بهرنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او د ملي امنيت د چارواكو ترمېنځ د نظر اختلاف شته دى.
اردوغان هغه تورونه هم رد كړل چې ګواكې تركيې په سوريه كې د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو نه ملاتړ نه دى كړى. اردوغان وويل چې``د امريكا لخوا په كوباني كې جنګياليو ته د وركړل شوو وسلو نه څو برابره زياتې مرستې موږ د كوباني د راغلو كډوالو سره كړي دي.``
ولسمشر اردوغان په تركيه كې د ترهګرۍ د لمنځه وړلو په موخه د حل لارې د بهير په اړه وويل چې په كوباني كې روانو پېښو د حل لارې په بهير باندې هم اغېزه كړې ده. ددې سره سره به دا بهير دوام ومومي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه