اردوغان: د امريكا ټولې وسلې د داعش لاس ته لويږي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د فرانسې نه د رسمي ليدنې پرمهال يوې غونډې ته وينا پرمهال څرګنده كړه چې په عراق او سوريه كې د امريكا لخوا ويشل شوې وسلې ټولې د داعش د ترهګرې ډلې لاس ته لوېدلي دي.

177201

ولسمشر اردوغان وويل چې په سوريه كې د بشار اسد رژيم د هر ډول وسلو په كارولو سره تر ۲۰۰ زرو زيات كسان وژلي دي. ددې عاموژنې پر وړاندې له بده مرغې ټولې نړۍ سترګې پټې كړې.`` زموږ په اند بشار اسد يو ترهګر دى او په نړيواله محكمه بايد محاكمه شي.``
ولسمشر اردوغان د فرانسې د نړويوال اړيكو په انستيتيوت كې د وينا پرمهال د داعش ترهګرې ډلې ته په اشارې سره وويل چې دې ډلې د عراق ۴۰ سلنه خاوره اشغال كړې ده. ددې ډلې كړنې په هېڅ ډول د اسلام سره اړخ نه لګوي.
اردوغان د فرانسې نه د يو ورځني سفر په ترڅ كې د نوموړي هېواد د ولسمشر فرانسوا اولاند سره هر اړخيزې ليدنې وكړې. دواړو مشرانو د سياسي اړيكو سربېره د متقابلو اقتصادي اړيكو په اړه هم بحث وكړ. اردوغان څرګنده كړه چې د تركيې او فرانسې ترمېنځ د سوداګرۍ حجم ۱۴ ميليارده ډالره دى چې تمه كيږي په لنډه موده كې به دا شمېره ۲۰ ميلياردو ډالرو ته ورسيږي.
اردوغان د وينا پرمهال په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په موخه خبرو اترو ته په اشارې سره وويل چې ټولنه بايد هغه وعدې عملي كړي چې تركيې سره يې كړي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه