په تركيه كې د ۱۸ كارګرانو د ژوند نه امېد غوڅ شوى دى.

په تركيه كې د ډبرو د سكرو په كان كې د ۱۸ كارګرانو د ژوند په اړه امېد نشته دى.

174594
په تركيه كې د ۱۸ كارګرانو د ژوند نه امېد غوڅ شوى دى.



د تركيې د كره مان په ولايت كې د ډبرو د سكرو په كان كې د تېرې ورځې د فاجعې په پايله كې ۱۸ تنه كارګران د ځمكې لاندې د ۳۷۵ متره ژوروالي سره كوهي كې بند پاتې دي.
كه څه د ژغورنې كار په پرتله سې توګه دوام لري خو د ډبرو د سكرو كان د اوبو نه ډك شوى دى او د كارګرانو د ژوندي پاتې كېدو په اړه امېد نشته دى.
پرون ماښام د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، لومړى وزير احمد داوود اوغلو د كابينې غړي او يو شمېر نور لوړپوړي دولتي چارواكي د فاجعې سيمې ته لاړل او د ژغورنې عمليات يې له نږدې نه وكتل.
د هېواد د انرژۍ او طبعي زېرمو د چارو وزير تانر ييلدز، د ترانسپورټ وزير لطفي الوان او د كار او ټولنيز امنيت د چارو وزير فاروق چيليك هم د تېرو دوو ورځو راهيسې په سيمه كې دي او د ژغورنې عمليات څاري.
تانر ييلدز نن سهار خبريالانو ته وويل چې د كان په كوهي كې شاوخوا ۱۰ زره ټنه اوبه ټولې شوي دي. ددې اوبو تخليه كول كېداى شي څو ورځې وخت ونيسي. ييلدز دا هم وويل چې د كارګرانو د ژغورنې په اړه امېدونه د پاى ته رسېدو په حال كې دي.
د ترانسپورټ وزير لطفي الوان څرګنده كړه چې د كان نه اوبو د تخليې لپاره تر ټولو پرمختللې ټيكنالوژي كارول كيږي.
په سيمه كې د كارګرانو د كورنيو غړي هم د خپلو اولادونو د عاقبت په اړه اندېښمن دي او انتظار وباسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه