په استانبول كې د لوديځ پر قونسلګريو د بيولوژيكي بريد ادعا

پرون په استانبول كې د امريكا د متحدو ايالتونو، كاناډا، بلجيم، جرمني او فرانسې د هېوادونو قونسلګريو ته د يوې نامعلومې پتې نه د لېږلو ليكونو په پاكټونو كې ژېړ رنګه پوډر وموندل شول.

170041

د تركيې د بېړنيو حالاتو او ناورين سره د مبارزې متخصصينو او د پوليسو په مرسته د پينځو هېوادونو قونسلګرۍ تشې كړې او ۱۴ كار كوونكي يې تر قرطين لاندې ونيول. ددې ادارې د لومړنيو څرګندونو له مخې ژېړ پوډر كمياوي مواد دي خو تر اوسه دا لا څرګنده نده چې د انسان وجود ته څه ډول زيان رسوي.
د ليكونو دا پاكټونه چې د تركيې د پوسته خانې په واسطه په استانبول كې د لويديځ د پينځو هېوادونو قونسلګرو ته لېږل شوي ول، د لېږونكي پته پرې نه ده لېكل شوې. تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چې دا پاكټونه د چا لخوا لېږل شوي او موخه يې څه وه.
د پېښې په اړه د استانبول پوليسو هر اړخيزې پلټنې پيل كړي دي.
د بله پلوه په استانبول كې د انګلستان قونسلګري هم د ژېړ رنګو پوډرو د وېرې له امله يو لړ تدابير نيولي دي.
د امريكا د متحدو ايالتونو قونسلګرۍ بيا تركي متخصصينو ته اجازه ورنكړه چې دا مواد وڅيړي. نوموړو د موادو يوه بېلګه امريكا ته د څېړنو لپاره ولېږله.
په ۲۰۰۱ كال كې په امريكا كې د زهرجن ليك د پېښې نه وروسته په نړۍ كې ددې لارې د ترهګري بريد وېره زياته شوې ده.

پيوندونه:

اړوند خبرونه