د ترکیې ولسمشر اردوغان یو تاریخي سفر په ترڅ کې نن افغانستان ته ځي

161588
د ترکیې ولسمشر اردوغان یو تاریخي سفر په ترڅ کې نن افغانستان ته ځي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تاریخي سفر په ترڅ کې نن افغانستان ته ځي.
د ویلو ده چې نوموړي هیواد ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر نه وړاندې په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي . په ځانګړې توګه ولسمشر اردوغان د تیریدو په لارو او جادو کې ډیر کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي . د افغانستان امنیتي ځواکونو په هرو څو متریو کې امنیتي پوستې جوړې کړي او د سیمې نه هر موټر چې تیریږي کلک پلټل کیږي.
د یادولو وړ ده چې رجب طیب اردوغان د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته دا شپږم بهرنی سفر دی چې افغانستان ته يي ترسره کوي. ولسمشر اردوغان د ترکیې د پخواني دود له مخې خپل لومړنی بهرنی سفر شمالي قبرس ترکي جمهوریت او دویم سفر بیا اذربایجان ته ترسره کړی وو.
ولسمشر رجب طیب اردوغان به په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سربیره د ولسمشر د مرستیالانو او اجراییوي ریس عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان به په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې په دنده بوختو ترکي سرتیرو نه هم لیدنه وکړی.
رجب طیب اردوغان چې نن کابل ته سفر کوي په رسمي لیدونو کتنو به سبا پیل وکړي.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه به سبا په کابل کې د ارګ په ماڼۍ کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني احمد زي لخوا د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشي. وروسته به دواړه ولسمشران دوه په دوه لیدنه وکړي.
وروسته به دواړه مشران په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړي. همداشان ولسمشر اردوغان به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمد زي لخوا د هغه په ویاړ په جوړه کړې میلمستیا کې ګډون وکړي.
د میلمستیا نه وروسته به ولسمشر اردوغان د افغانستان د اجراییوي ریس داکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړي.
ولسمشر به د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره لیدنه وکړي.
همداشان ولسمشر اردوغان به د رسمي لیدونو نه وروسته په کابل کې د دوغان په کمپ کې د ترکي سرتیرو نه لیدنه وکړي . همداشان ولسمشر اردوغان به سبا د ماښام په ساعتونو کې د افغانستان نه جلا او هیواد ته راستون شي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه