اردوغان:ترکیه د ۲۰ کلونو پخوانۍ ترکیه نده،مجهز امنیتي ځواکونه لري

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد دننه د تورې بحیرې په سیمه کې د پرتو ولایتونو نه د لیدنې په ترڅ کې د خپل پلرني ولایت ریزې نه لیدنه وکړه .

153314
اردوغان:ترکیه د ۲۰ کلونو پخوانۍ ترکیه نده،مجهز امنیتي ځواکونه لري

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد دننه د تورې بحیرې په سیمه کې د پرتو ولایتونو نه د لیدنې په ترڅ کې د خپل پلرني ولایت ریزې نه لیدنه وکړه .
ولسمشر اردوغان په ریزه کې خلکو ته په وینا کې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې زه د مقام او څوکۍ په خاطر ولسمشر شوی نه یم. زه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یوه خپه په بلې خپې د اړولو په خاطر ولسمشر شوی نه یم. زه د هیواد د پرمختګ او لا لوړې سويې ته د رسولو په خاطر ولسمشر شوی یم. زه تل د خپل حکومت سره په ګډه تل ددې په فکر کې یم چې څه ډول هیواد لا لوړې سویې ته ورسو. څه ډول د خپل ملت ته لا ښه خدمت وکړم.
زه د ولسمشر په توګه د نوو پروژو د سرته رسولو په خاطر د خپل ملت سره اوږده په اوږده خدمت ته دوام ورکوم.
ولسمشر اردوغان پدې وروستیو شپو ورځو کې په هیواد کې روانو بعضو ستونزو او د کوباني په بهانه ناقانونه مظاهرو او د مظاهرو په ترڅ کې اړول شوو ځاني او مالي زیانونو ته په اشارې سره وویل چې د هیواد او سولې او ثبات دښمنان نه غواړي چې ترکیه پرمختګ وکړي او لا لوړې سویې ته ورسیږي. دوی زموږ په مښکې ډول ډول خنډونه جوړوي خو ستاسې په مرسته به دوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
زه پدې ښه پوهیږم چې دې د وطن دښمنانو ته ستاسې زړونه هم ډیر ډک دي او د صبر نه کار اخلۍ. دا د وطن دښمنان ترهګر، چپاول ګران، غله ، لوټماران او قاتلان غواړي چې په هیواد کې بې ثباتې راولي او ورور د ورور سره په جګړه کې واچوي. دوی ددې ورانکاریو او ناقانونه ډول مظاهرو غواړي چې ملت په خپلو منځونو کې واچوي خو خپل دې شوم هدف ته به هیڅکله هم ونه رسیږي.
د صبر نه کار واخلۍ. هر څوک چې ددوې پدې لمڅون فریب وخوري هغه هیواد ته زیان رسوي.
د هیواد امنیتي ځواکونه ، اردو، پولیس او استخبارات دوی لازم ځوابه ورکوي تاسې خاطر جمع اوسۍ.
امنیتي ځواکونه ددې پیښو عاملین یو یو راټولوي او د خپلو اعمالو په سزا يي رسوي. همداشان په هیواد کې د هغه سیاستوالو نه چې خلک يي لارو او کوڅو ته استولي دي د یو یو نه پوښتنه کیږي.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په هیواد کې په یووالي او برابرۍ ټینګار وکړ او وویل چې نن ورځ چې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې څوک پانګه اچونې نه زړه نه ښه کوي ددې یواځنی لامل څوک دي؟ همدا د خراب نیت سیاستوال . یو پانګه وال څه ډول پدې سیمو کې پانګه اچونه وکړي؟ څه ډول فابریکه جوړه کړي؟ ایا د سوځولو په خاطر یی جوړه کړي؟
تاسې وګورۍ چې پدې څو ورځو کې د روانو پیښو له امله په هیواد کې څه ډول پیښې رامنځته شوې، بانکونه ، ښوونځي، دوکانونه، دولتي ودانۍ، د خلکو شخصي موټرې وسوځول شوې. ټولو مهم ۳۵ تنو ژوند دلاسه ورکړ.
د کوردانو په نامه دا ډول ترهګري د منلو وړ خبره نده . زه پوره باور لرم چې زموږ کورد ورورنه به دوې ته زموږ نه مښکې لازم ځواب وکړي. موږ به هیواد ددې ترهګرو د شر نه وژغورو.
ترکیه د نن نه د شلو کلونو مښکې په شرایطو کې نده . د ترکیې مجهز وسله وال ځواکونه او د تجربې خاوند پولیس لري.
دا په بهرنیو پلورل شوي به ددې ټولو ځواب ورکوي . زه په ښکاره توګه وایم چې ددې پیښو تر شا یواځې د پې کاکا ترهګریز سازمان نه بلکې په ترکیه کې فعال سیاسي ګوندونه لاس لري . ددې پيښو تر شا د اسد رژیم او د هغوې لاسپوڅې شتون لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه