د ترکیې د بنګول ولایت د امنیې په قومندان وسله وال برید وشو
په ترکیه کې د سولې او ثبات دښمنانو تیره شپه د بنګول ولایت د امنیې په قومندان او ورسره ملو کسانو وسله وال برید وکړ .
په ترکیه کې د سولې او ثبات دښمنانو تیره شپه د بنګول ولایت د امنیې په قومندان او ورسره ملو کسانو وسله وال برید وکړ .
په برید کې د امنیې د قومندان مرستیال او یو تن د پولیسو افسر شهیدان او د امنیې قومندان په ګډون دوه تنه ټپیان شول.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د دښمنانو لخوا د نوموړي برید د ترسره کیدو نه وروسته د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی نه د پیښې په اړه پوره معلومات واخیستل.
وروسته د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو هم د ټيلیفون په کرښه د برید په اړه د کورنیو چارو وزیر نه معلومات واخیستل .
همداشان د نوموړې پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د لومړي وزیر مرستیال یالچن اکدوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا واکمن ګوند په مرکز کې بیړنۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی، د عدالت او پراختیا واکمن ګوند ویاند بشیر اتلای، د هیواد د پولیسو عمومي مشر جلال الدین لکه سیز ګډون کړی وو.
غونډې د شپې تر نیمايي دوام وکړ.
د هیواد مشرانو د د هیواد د دښمنانو دا ناوړه عمل په کلکه توګه وغنده .
د یادولو وړ ده چې تیره شپه د ماښام په ساعتونو کې هله د بنګول ولایت د امنیې په قومندان برید وشو چې د خپل مرستیال او نورو پولیسو سره په پلي توګه روان وو.
د برید نه وروسته پولیسو سمدلاسه په ځوابی ډزو پیل وکړ او سیمه محاصره کړه. همداشان برید کوونکي ۴ تنه د پولیسو لخوا په ځوابي ډزو کې ووژل شول.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719027702)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719027702)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله