تركيه به د داعش سره د جګړې اراده نه لري.

د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره د ليدنې نه وروسته خبريالانو ته وويل چې تركيه به په يواځې ځان د داعش په وړاندې ځمكني عمليات ترسره نه كړي.

152340
تركيه به د داعش سره د جګړې اراده نه لري.

تركيه به د داعش سره جګړه ونه نكړي.
د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره د ليدنې نه وروسته خبريالانو ته وويل چې تركيه به په يواځې ځان د داعش په وړاندې ځمكني عمليات ترسره نه كړي.
چاوش اوغلو يو ځل بيا ټينګار وكړ چې د داعش په وړاندې يواځې هوايي عمليات ګټه نه لري. تر هغه پورې چې د بشار اسد رژيم په سوريه كې وي په سيمه كې به د ترهګرۍ ستونزې همداسې دوام ومومي.
چاوش دا هم وويل چې د داعش د كړيو په وړاندې بايد ځمكني عمليات هم پيل شي. ``د داعش په وړاندې يواځې د تركيې نه د ځمكنيو عملياتو تمه كول غير منطقي كړنه ده.``
د ناټو سرمنشي يو ځل بيا تركيې ته ډاډ وركړ چې د هر ډول بريد په صورت كې به غړي هېوادونه د تركيې سره مرستې ته ودانګي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه