د ناټو عمومي سکرتر جینز ستولتنبرګ تیر ماښام ترکیې ته راغی.
د ناټو عمومي سکرتر پداسې یو حساس وخت کې ترکیې نه لیدنه کوي چې د داعش ګواښونه د ترکیي تر پولو رارسیدلی دي .
د ناټو عمومي سکرتر جینز ستولتنبرګ تیر ماښام ترکیې ته راغی.
د ناټو عمومي سکرتر پداسې یو حساس وخت کې ترکیې نه لیدنه کوي چې د داعش ګواښونه د ترکیي تر پولو رارسیدلی دي .
د ویلو ده ترکیې چې د سوریې په اړه خپل نوی پلان او ستراتیژي جوړه کړې د دوو مهمو میلمنو کوربه توب کوي. همداشان د داعش پر خلاف په مبارزه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ځانګړې استازی جنرال الن او مرستیال يي هم نن ترکیې ته راځي.
امریکايي هیت به د داعش پر خلاف د روانې مبارزې په برخه کې د ایتلاف نه د ترکیې د ملاتړ په ټولو جزیاتو خبرې وکړي.
د بله پلوه د ناټو نوي عمومي سکرتر ستولتنبرک انقرې ته د راتګ نه مښکې خبریالانو ته ویلي وو چې په ترکیې د هر ډول برید په صورت کې به د ناټو سازمان د ترکیې نه پوره ملاتړ وکړي او سمدلاسه به په حرکت پیل وکړي. ټول باید پدې ښه پوه شي چې ناټو د ترکیې ترڅنګ ولاړه ده.
د ناټو عمومي سکرتر به په انقره کې په لیدونو کتنو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات واخلي او د ناټو لخوا پورته کیدونکو ګامونو په اړه به انقرې ته معلومات ورکړي.
د ناټو عمومي سکرتر به لومړی د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو سره لیدنه وکړي.
همداشان نوموړی به وروسته د ملي دفاع وزیر عصمت یلمز، لوی درستیزوال سترجنرال نجدت اوزل سره جلا جلا لیدنې وکړي. همداشان د ناټو عمومي سکرتر به سبا په غازي انتب ولایت کې د امریکايي سرتیرو نه لیدنه وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله