اردوغان: د داعش د ستونزې حل هوايي عملیات ندي

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د غازي انتب په ولایت کې د سوري کډوالو سره اختر مبارکي وکړه.

150363
اردوغان: د داعش د ستونزې حل  هوايي عملیات  ندي

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د غازي انتب په ولایت کې د سوري کډوالو سره اختر مبارکي وکړه.
ولسمشر اردوغان په غازي انتب ولایت کې د سوري کډوالو د کمپونو نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان سوري کډوالو ته وینا هم واوروله.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د داعش ستونزه په سوریه او عراق کې د هوايي بریدونو سره د اواریدو وړ نده .
ولسمشر اردوغان وویل چې د داعش د ترهګریزې ډلې د رامنځته کیدو اصلي لامل په سوریه کې د اسد د رژیم دوام دی. داعش خپل ټول ځواک او طاقت د سوریې نه ترلاسه کړی دی .
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د اسلام په مبارک دین کې د یو مسلمان لخوا د بل مسلمان وژل حرام دي . یو ناروا عمل دی .
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د هر ډول تهدید پر وړاندې پوره تدابیر نیولي دي.
همداشان ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د سوریې د پولو په منځ کې د ترکیې په یواځنۍ خاوره سلیمان شاه د درګاه په سیمې د هر ډول برید په صورت کې به سمدلاسه ځوابي برید وکړ.
ترکیه د خپل هر لویشت خاورې نه د دفاع په خاطر خپل ټول امکانات په کار اچوي.
ولسمشر اردوغان په لویدیځ د نیوکې سره وویل چې لویدیځه نړۍ یواځې خبرو ته جوړه ده په عمل کې هیڅ نکوي. ولسمشر اردوغان د عراق او سوریې نه راغلو کډوالو په مسله کې لویدیځه نړۍ یواځې په نندارې تورنه کړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې موږ تل خپل مسولیت ادا کړی دی او ددینه وروسته به يي هم ادا کړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې د روان کړکیچ د پیل نه وړاندې په ډیر صمیمي ډول سره سم د دمشق ادارې ته توصیې وکړې او وروسته مو ورته خبرداری وکړ. همداشان د عراق حکومت ته هم په ورته ډول سره. خو له بده مرغه چې اسد او مالکي زموږ توصیو ته غوږ کینښود او څه چې خپله غوښتل په هغه لاره روان شول.
ولسمشر اردوغان وویل چې د داعش پر وړاندې د مبارزې په خاطر موږ د لویدیځې نړۍ نه درې شیان وغوښتل.
لومړی د یوې حایل سیمې جوړول او دویم پدې سیمه کې په الوتنو بندیز لګول، او دریم د داعش پر وړاندې د مبارزې په خاطر د عراق د معتدلو مخالفینو روزل او په پرمختللو وسلو د هغوې سمبالول دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې لپاره د داعش په اندازه د پې کاکا ترهګریز سازمان هم خطرناکه دی . زموږ لپاره دواړه یو شان دي او په منځ کې کوم فرق نلري. دواړه ترهګریز سازمانونه دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه