اردوغان: یو لویشت خاورې نه د دفاع په خاطر ټول امکانات سفربر کړو

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې د پولو په منځ کې د ترکیې یواځنۍ خاوره د سلیمان شاه زیارت د سیمې په اړه وویل چې د هیواد د یو لویشت خاورې نه د دفاع په خاطر به خپل ټول امکانات سفر بر کړو.

149428

ولسمشر اردوغان د سلیمان شاه د زیارت په سیمه کې د ترکیې وسله والو ځواکونو ته د لوی اختر له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې په یاده شوې سیمه کې په دنده بوختو ترکي سرتیرو ته ویلي دي چې ټول هیواد ستاسې تر څنګ دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد د یو لویشت خاورې نه د دفاع په خاطر پرته د تردد نه هر ډول ګامونه پورته کړي.
ولسمشر وویل چې د ترکيې دولت د هیواد یو لویشت خاورې نه د دفاع په خاطر خپل ټول امکانات په کار واچوي او چا ته به د هیواد خاورې ته په کږه سترګه د کتو حق ورنکړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه