اردوغان : جو بایدن دې د ترکیې نه بښنه غواړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو یایدن د وروستیو څرګندونو سخت ځواب ووایه

149293
اردوغان : جو بایدن دې د ترکیې نه بښنه غواړي

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د اختر د لمانځه نه وروسته د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو بایدن د وروستیو څرګندونو اړوند د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان په اسلامي نړۍ او په سوریې او عراق کې روانو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې له بده مرغه چې نن ورځ په اسلامي نړۍ کې وژونکي او وژلکیدونکي دواړه مسلمانان دي ، دا ډیره د خواشینۍ خبره او د زموږ په دین کې د منلو وړ نده .
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د ترکیې پولې هم د ګواښونو سره مخامخ دي ، نن ورځ چې د ترکیې په پولو کې په کوباني کې څه روان دي سبا دا د هیواد په پولو کې په یوه بله سیمه کې هم رامنځته کیدی شي چې د همدې امله موږ د پولو په اوږدو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي .
د سلیمان شاه د زیات سیمه د سوریې د پولو په منځ کې د ترکیې یواځنۍ خاوره ده چې د شاوخوا ۴۰ تنو ترکي سرتیرو لخوا يي محافظت کیږي. که چیرې زموږ سرتیرو ته اندکه ګواښ هم مخامخ شي پرته د تردد نه لازم ګامونه به پورته شي. موږ د ترکیې په توګه خپل تدابیر نیسو. هم په نړۍواله کچه او هم په ملي کچه تیاري نیسو او دا تیاري ګانې دوام لري .
ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر د مرستیال د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي وو د داعش د رامنځته کیدو لامل پخپله زموږ متفق هیوادونه دي . دې هیوادونو د اسد د رژیم د رنګولو په خاطر د مخالفینو سره مرستې وکړې چې نن يي سرحد دې حالت ته راورسید وویل ! که چیرې بایدن دا ډول څرګندونې کړي وي نو هر څه ژر باید د ترکیې نه په رسمي توګه بښنه وغواړي. که چیرې په رښتیا باید داسې څرګندونې کړي وي هغه زما لپاره نو هیڅ په معنا دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې بایدن ویلي دي چې ترکیې لپاره داعش او نورې ترهګرې ډلې یو شان دي . او که چیرې دا ډول نه او بل ډول څرګندونې کړي نور هر څه ژر باید بښنه وغواړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه