ولسمشر اردوغان په مشرۍ د امنیتي مسایلو اړوند بیړنۍ غونډه وشوه .

د هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د امنیتي مسایلو اړوند بیړنۍ غونډه وشوه .

148548
ولسمشر اردوغان په مشرۍ د امنیتي مسایلو اړوند بیړنۍ غونډه وشوه .

د هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د امنیتي مسایلو اړوند بیړنۍ غونډه وشوه . غونډه د ملي شورا لخوا وسله والو ځواکونو ته د هیواد د پولو نه بهر د عملیاتو د ترسره کولو د اجازې د ورکولو نه وروسته پيل شوه چې د شپې تر ناوخته ساعتونو يي دوام پیدا کړ.
په غونډه کې د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو، لوی درستیزوال ستر جنرال نجدت اوزل، د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو، د کورنیو چارو وزیر ایفکان الا، ملي دفاع وزیر عصمت یلمز، لوی درستیزوالۍ دویم قومندان ستر جنرال یاشار ګولر او د ملي استخباراتو مشر حکان فیدان ګډون کړی وو.
دا غونډه پداسې حال کې ترسره شوه چې داعش د ترکیې سره په پولو کې د کوردانو د سیمې په لورې پرمختګ ته دوام ورکوي.
په غونډه کې د عراق او سوریې په ګډون د سیمې په مهمو مسلو غور وشو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه