د ټي آر ټي سره د مرستیال لومړي وزیر ځانګړې مرکه

د هیواد مرستیال لومړي وزیر او د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو او ترک تبارانو د چارو مسول نعمان کورلتولموش د ترکیې راډیو تلویزیون ځانګړې مرکه .

148480
د ټي آر ټي سره د مرستیال لومړي وزیر ځانګړې مرکه

د هیواد مرستیال لومړي وزیر او د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو او ترک تبارانو د چارو مسول  نعمان کورلتولموش  د ترکیې راډیو تلویزیون ځانګړې مرکه .

زموږ  همکار  د ښاغلي  مرستیال لومړي وزیر نعمان کورلتولموش نه  پوښتلي دي چې  په کابینه کې د هیواد نه بهر د ترکانو او ترک تبارانو د چارو د مسول وزیر په توګه  د هیواد نه بهر میشتو ترکانو او ترک تبارانو ته  څه پیغام لرۍ؟ 

نوموړي زیاته کړه ! د هر څه نه مښکې غواړم  چې ووایم   د هیواد نه بهر د میتشو ترکانو او ترکتبارانو د چارو ریاست  چې زموږ  پورې اړوند   دی په  فعالیتونو او هلو ځلو  هم  د حکومت په توګه  افتخار کوو  او هم   د هیواد دننه او بهر  ټول ترکان پرې   ویاړي. ډیر فوق العاده  خدمات وړاندې کوي. زموږ  د کار او فعالیتونو ساحه ډیر پراخه  ده .

لومړی  د هیواد نه بهر د میتشو ترکانو  او دویم  د ترکتبارانو چې  د ترکیې د مدنیت په حوزه کې میشت دي لکه  بالکان، قفقاز ، منځني ختیځ او د نړۍ په هر ګوډ کې. همداشان  زموږ  د فعالیت او کار  دریمه  برخه  د بهر نه  ترکیې ته راغلو ځوانانو ته  د تحصیلي بورسونو په برخه کې ده . د همدې امله  ویلی  شو چې په ډیره  پراخه  برخه فعالیت کوو. یعنې چیرته کې ترکان  شتون ولري د هغوې د ستونزو د حل  هڅه کوو. موږ ترکیې ته هم  زموږ د مدنیت د جغرافیې نه  او هم  د نړۍ د هر ګوډ نه د انسانانو راوستو ته  لاره برابرو. 

د یادولو وړ ده چې  زموږ  د چارو او فعالیت  ساحه د هرې ورځې په تیریدو سره پراخیږی. د هیواد نه بهر ۶ میلیونه تنه ترکان ژوند کوي. ددې ۶ میلیونو تنو ترکانو نه یواځې ۵ میلیونه تنه يي په اروپا کې ژوند کوي. همداشان ۱۵۰ زره تنه نور  د استرالیا په پورې د نړۍ په نورو ګوډونو کې میشت  دي. په لسګونو زره تنه ترکان په امریکا کې ژوند کوي. حتا  په لاتینې امریکا کې هم  ترکان  ژوند کوي. په لنډه توګه  د اورپا نه  تر امریکا، تر استرالیا، افریقا او اسیا پورې په میلیونو تنو ترکانو د ستونزو د حل  هڅه کوو. ددې خلکو  د تابعیت  د چارو نه نیولې تر اقامتګاه د مسلو پورې ، په هغو سیمو کې د ترکانو د ملکي ټولنواو د هغوې د کلتورونو او موجودیت په خاطر  هر ډول مرستې کوو. سربیره  پر دې په ځانګړې توګه  د بالکان ، قفقازونو ، منځني ختیځ په ګډون د نړۍ په هر ګوډ کې  د خپل کلتوري میراث د ژوندي ساتلو او هلته د ترکتبارانو او په خټه ترکانو  د ستونزو  د اوارۍ هڅه کوو. 

همداشان بله  د افتخار وړ مسله  د ترکیې تحصیلی بورسونه دي. دم ګړۍ ددې بورسونو شمیره  ۱۳۰۰۰ ته  لوړه شوې ده . هر کال د نړۍ د هر ګوډ نه په زرګونو  تنه  زده کوونکي  د زده کړو په خاطر  موږ ته  وړاندیز کوي. ددې زده کوونکو د انتخاب، په ترکیه کې په پوهنتونو کې ځای په ځای کول، د هغوې  د ټولو اړتیاو پوره کول لکه  دوډۍ ، ځای کالي او تر ټولو مهمه  لیلې  او  د زده کړو د پایته رسولو نه وروسته بیرته خپل هیواد ته د استولو چارې زموږ په غاړه دي.

لکه څرنګه چې مې یادونه وکړه  دم ګړۍ ۱۳ زره تنه  بهرني زده کوونکي  د بورسونو له طریقه  په ترکیه کې  په زده کړو بوخت دي. سږ کال په پام کې لرو چې ۴زره تنه نور محصلین  جذب کړو. ددې ۴ زرو بورسونو په خاطر مو تر اوسه پورې ۸۰ زره وړاندیزونه تر لاسه کړي دي . په جدي توګه  غوښتنې شتون لري. دا مسله د ترکیې په اړه  د نړۍ د خلکو د لیوالتیا د زیاتیدو ښکارندويي هم کوي.

د یادولو وړ ده چې پدې مسله کې  د هیواد نه بهر د ترکانو او ترکتبارانو د چارو ریاست ځانګړې رول  شتون لري. یعنې د نړۍ په هر ګوډ کې چې چیرته  ترکانو شتون ولري موږ يي ستونزې حلوو او هغوې ته اسانتیاوې برابرو. 

نن  ورځ د اروپا په ګډون  په نړۍ کې ۶ میلیونه تنه ترکان ژوند کوي چې ډیری په اروپا کې ژوند کوي. یواځې  درې نیم میلیونه تنه ترکان  په جرمني کې ژوند کوي. همداشان  په فرانسه ، اتریش او نورو اروپايي هیوادونو کې ژوند کوي. پدې هیوادونو کې هم  یو شمیر  ستونزې لري چې ددې ستونزو د حل  او اواري هڅه کوو.

د بله پلوه  په اروپا او نړۍ کې بله لویه ستونزه  د اسلام سره د دښمنۍ  او توکم پالنې ستونزه ده . دا ستونزې د هرې ورځې په تیریدو سره  ډیریږي. له بده مرغه چې  نن په نړۍ کې  قوي توکم پالنه  شتون لري او دا توکم پالنه د سرحد نه تیره شوې ده . د اروپا په ډیری هیوادونو کې داسې  ډلې او ټپلې شتون لري چې   د بهرنیانو پر وړاندې د دښمنۍ نه کار اخلي، خلک  د بهرنیانو نه ډیر بد وړي او حتا که د هغه هیوادونو تابعیت هم  ولري بیا هم  د ډول ډول ستونزې ورته جوړوي. دا مسله  په جرمني او فرانسه کې او په نورو هیوادونو کې هم  شتون لري . دې مسلې یو ستر ګواښ جوړ کړی دی .

له بده مرغه چې نن ورځ  موږ یواځې  ددې ستونزو سره نه بلکې په خپله په اسلامي هیوادونو کې هم  د ستونزو سره مخامخ یو. نن ورځ په نړۍ کې د داعش په څیر  یو شمیر  افراطي  ډلې او ټپلې  پیدا شوي دي چې  اسلام په نامه   ددوې لخوا ترسره کیدونکي اعمال په هیڅ ډول د منلو وړ ندي . د بیلګې په توګه  د خلکو نه سرونه غوڅوي او ډول ډول  وحشونه  ترسره کوي. دا پخپله  د اسلام د دښمنانو په تبرونو کې  لاستي اچوي . د ددوې  ددې اعمالو پر وړاندې  د اسلام دښمنان  بیا  نور ته وايي موږ تاسې ته ویل چې  اسلام  مساوي دی په ترهګرۍ  او تاسې نه منل  نن يي په خپلو سترګو ووینۍ. په اصل کې څوک  فرق او توپیر نکوي. د داعش په څیر  د ډلو لخوا د اسلام په نامه د ناوړو اعمالو ترسره کیدو سره  ټولو مسلمانانو پر وړاندې ذهنیتونه خرابیږي. نن ورځ په نړۍ کې د اسلام پر وړاندې د دښمنۍ پراخه  فعالیت دوام لري. 

موږ  باید  ددې تولو  په مقابل کې  هوښیار  او ویښ اوسو. موږ باید  دا ذهنیتونه  له منځه یوسو. اسلام د سولې دین  دی . پدې برخه کې باید  ډیر هلې ځلې وکړو. د هیواد نه بهر د ترکانو او ترکتبارانو ریاست  د یو پلو نه  ددې مسلې په اړه  کار کوي او د بل پلو نه  د ترکیې او اسلام په اړه  د خلکو د ذهنیتونو د بدلولو په خاطر  ډول ډول فعالیتونه  ترسره کوي. 

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې  لوی اختر  د همغږۍ، ویشلو  او یووالي  تر ټولو ژوندی  مثال  دی. خو له بده مرغه چې په نړۍ کې د روانو ستونزو له امله  سږ کال  د غم انګیز یو اختر په عرفه کې  قرار لرو. د نړۍ په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې  مسلمانان  د ډول ډول  ستونزو دردونو کې ژوند کوی. پداسې  یو حالاتو کې  د اختر په اړه  تاسې څه ویل غواړۍ؟ وویل ! هو  ستاسې خبره  حقیقت  لري. زموږ  زړه غواړي چې  دا اختر د نړۍ په هر ګوډ کې مسلمانانو په خوښۍ او سولې او ثبات کې تیر کړی وی خو له بده مرغه زموږ  د ګاونډیو هیوادونو سوریې او عراق په ګډون  د نړۍ په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې  ستونزو دوام لري . په سوریه او عراق کې ډیر بد شرایط  دوام لري. لکه څرنګه چې تاسې هم  پوهیږۍ په عراق کې  د روانو جګړو له امله لومړی  شاوخوا ۳۶ زره تنه یزیدي کوردانو ترکیې ته پناه راوړه. موږ  پدې سختو شرایطو  کې  د هر چا پر مخ  خپلې پولې پرانیستې. 

ددې خبرې نه ځکه یادونه کوم چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو او په ځانګړې توګه  اروپا کې د ترکیې پر خلاف  داسو پروپاګندونو شتون درلود چې ګواګې ترکیه یواځې سونیانو ته  ځای ورکوي او یزیدي کوردانو او نورو لږه کیو ته پاملرنه نکوي او ددې په څیر نورې بې بڼسټه ادعاګانې . خو د ترکیې  لخوا  د ټولو  پر وړاندې  د درواړو خلاصولو او د ټولو نه په یو شان  د چلند کولو  له امله  مخ تورن شول.په عراق کې د داعش د ګواښ له امله  لومړی مو یزیدي کورانو ته  ځای ورکړ او وروسته د سوریې د کوباني په سیمه کې  د نښتو له امله  ۷۰ زرو تنو سوري کوردانو ته  دروازې پرانیستې او په هیواد کې مو ورته ځای ورکړ. ترکیې په دریو ورځو کې  ۱۵۸ زرو تنو کډوالو ته  په هیواد کې ځای ورکړ. دا  کار تر اوسه پورې د نړۍ د هیڅ هیواد لخوا ندی  شوی.

پدې برخه کې ترکیه د نړۍ لپاره نمونه  د مثال یو هیواد  دی . ترکیې په سیمه کې د ټولو پر مخ خپلې دروازې پرانیستې دي او هر چا ته د مرستې لاس اوږدوي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د اپریل په میاشت کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو سره  سم شاوخوا  یو نیم میلیون تنه سوري کډوال ترکیې ته راکډه شوي دي . 

دا مسله  ډیر لوی  اقتصادي او ټولنیز  مسولیتونه او بارونه لري. ددې ټولو  سره  سره  موږ  د خپلو ورورنو او  دوستانو نه  د ښې میلمه پالنې هڅه کوو. زه  د هیواد نه بهر په میشو ترکانو غږ کوم چې  ترکیه په بشري مرستو کې په نړۍ کې په لومړني کتار کې ځای لري چې دا  زموږ د ټولو لپاره د افتخار ځای دی. هو  دا مسله ددې په معنا  نده چې زموږ  خزانې  د پیسو نه ډکې دي او موږ  د نورو سره  مرستې کوو. زموږ  خزانې د پیسو نه ډکې ندي خو زړونه مو  پراخه  دي چې مهمه خبره همدا ده .

ترکیه  د تاریخي مسولیتونو احساس کوي چې د همدې امله  په نړۍ کې د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو سخاوتنمند هیواد ټاکل کیږي. 

لکه څرنګه چې مې مښکې هم  یادونه  وکړه چې  د تیرو دریو کلونو راهیسې  ترکیه د څه باندې  یو نیم میلیون تنو کډوالو کوربه توب کوي. ددې کډوالو په منځ کې یو شمیر يي په ترکیه کې د خپلو خپلوانو او دوستانو په کورونو او کلو کې میلمانه دي او ژوند کوي خو یو زیات شمیر يي په کمپونو  کې ژوند کوي . په واقعیت سره چې پدوې  ډیر سخت  اختر  تیریږي . خو په نړۍ کې  په میلیونونو تنه  نور مسلمانان هم  شتون لري  ددوی نه هم په سختو شرایطو کې اختر ته ښه راغلاست وايي. د میانمار نه تر فلسطینه پورې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  خلک  د جګړو او توغندیو تر سیورې لاندې اختر تیروي او د هر ډول ګواښونو سره مخامخ  دي . په اسلامي جغرافیه کې د روانو ستونزو له امله په میلیونونو تنه د ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي. څوک  د فقر او بې وزلۍ، څوک د کډوالۍ او څوک هم  د جګړو او نښتو. خو  د الله تبارک و تعالی شکر دی چې  په ځانګړې توګه  د ۱۹۹۰ کلونو راهیسې ترکیه  په قفقازونو، بالکان ، منځني ختیځ  او اسیا کې  د سولې او ثبات او هوساینې په یو ټاپو  بدل شوی هیواد  دی .

الله دربار ته دعا کوو چې ترکیه خپل دا موقف  حفظ کړي. ترکیه په یو داسې هیواد بدل کړي چې د نړۍ په هر ګوډ کې د هر چا مرستې ته  ودانګي. الله دربار ته دعا کوو چې  هیڅ هیواد  او هیڅ ملت دې خدا  بل هیواد او بل ملت ته  نه محتاجوي. الله تبارک و تعالی دی  هر هیواد او ملت ته سولې ، ثبات، یووالی او همغږي  نصیب کړي . لکه څرنګه چې  د الله رسول  حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم  په خپله یو حدیث شریف کې فرمایلي دي ! داسې  یوه دوره او زمان  خیال او هیله لرم چې  یوه زړه بوډۍ ښځه  د خضرموت نه  د شام  او  حلپه  پورې  پرته  د کوم  ګواښ او خطر نه  سفر وکولی شی. موږ  د داسې یوې جغرافیې د جوړولو هڅه کوو  او دعا کوو.

انشاالله چې یوه ورځ به په نړۍ کې په همدې شان  سوله او ثبات  راشي. زه  په همدې وسیله  غواړم چې د هیواد نه بهر میشتو شاوخوا  ۶ میلیونو تنو ترکانو او د ټولو مسلمانانو ته  د لوی اختر د رارسیدو له امله مبارکي ووایم. زه پوره باور لرم که هر څومره  دوی  د هیواد نه لري وي خو بیا هم  د هیواد  حسرت  ددوی سره یوځای  دی او هیڅکله هم  هیواد  هیرولی  نشي.

د نړۍ ټولو  مسلمانانو ته  د یو روښانه راتلونکي  هیله کوم . یو ځل بیا غواړم چې د هیواد نه بهر د ټولو ترکانو ، ترکتبارانو ته  د اختر مبارکي وایم. ددې په هیله چې د سولې ، ثبات او خوښیو په فضا کې یو ښکلی  اختر ولري. یو ځل بیا مو اختر مبارک  شه. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه