په تركيه كې نړيوال اسلامي پوهنتون جوړيږي.

145824
 په تركيه كې نړيوال اسلامي پوهنتون جوړيږي.


د تركيې د ديني چارو لوى ريس پروفيسور دوكتور محمد ګورمز وويل چې د استانبول په ښار كې به د اسلامي علومو نړيوال پوهنتون جوړ شي. دا پوهنتون چې په لوړه سويه به اسلامي زده كړې وركړي د فقهې نه نيولې تر اسلامي فلسفې، صرف او نحوې پورې به ټولې څانګې ولري. ګورمز زياته كړه چې د تركيې نړيوال اسلامي پوهنتون به د مصر د الازهر د پوهنتون په څېر د اسلامي علومو د پراختيا او نورو ته د رسولو په برخه كې مرسته وكړي. جوړېدونكى پوهنتون به په عربي، انګليسي او فارسي ژبو باندې زده كوونكي وروزي.
محمد ګورمز وويل چې اوسمهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د تركيې د ديني چارو رياست د دوه اړخيزو پروتوكولونه په رڼا كې د اسلامي ښوونو پوهنځي لري. دا ډول پوهنځي او علمي تجربه د يو نړيوال پوهنتون په چوكاټ كې راټوله او خلكو ته به وړاندې شي.
پدې پوهنتون كې روزل شوي عالمان به په اسلامي هېوادونو كې د روانو كړكېچونو د حل لارې په برخه كې مرسته وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه