داعش ترکیې سلیمان شاه سیمه محاصره کړه

د ترکیې د پولو نه بهر د ترکیې  یواځنې خاوره د سلیمان شاه زیارت چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا ساتل کیږي د داعش د ګواښونو سره مخامخ دی.

144795
داعش ترکیې سلیمان شاه سیمه  محاصره کړه

د ترکیې د پولو نه بهر د یواځنې خاوره د سلیمان شاه زیارت چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا ساتل کیږي د داعش د ګواښونو سره مخامخ دی.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې داعش د پرون شپې نه په اعتبار سره ۱۱۰۰ تنه جنګیالي د سلیمان شاه د زیارت په شاوخوا کې ځای په ځای کړي دي.د ویلو ده چې د سلیمان شاه زیارت سیمه د ۳۶ تنو ترکي سرتیرو لخوا ساتل کیږي.
پداسې حال کې چې امریکا په داعش هوايي بریدونو ته دوام ورکوي او داعش هم د ترکیې په پولو کې د کوردانو سره په جګړه کې بوخت دی د ترکیې لخوا د باامنه یا حایل سیمې د جوړولو د وړاندیز نه وروسته داعش د سلیمان شاه زیارت د سیمې په محاصره کولو پیل وکړ.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې داعش د سلیمان شاه سیمه چې د ترکیې نه د پولو نه بهر د ترکیې یواځنۍ خاوره ده د ۱۱۰۰ تنو جنګیالیو سره محاصره کړې ده. د بله پلوه ویل کیږي داعش د یادې شوې سیمې یواځنۍ لار هم نیولې ده او د نوموړې لارې په اوږدو کې خپل ځواکونه ځای په ځای کړي دي.
داعش د ترکیې د احتمالي برید په خاطر د جاده کوی د لاره نیولې ده. د بله پلوه امریکا په سوریه کې د داعش په هډو بمباریو ته دوام ورکوي.
امریکايي ځواکونو پرون د عراق په موصل ښار کې د داعش په مرکزونو د بریدونو سره د داعش یو قومندان وژلی دی .
په عراق کې د داعش پر خلاف د مبارزې په موخه د جوړو شوو ځواکونو مسول سعد جبوري وویل چې د امریکا د تیرې شپې په هوايي بریدونو کې د ابو انس قدري په نامه د داعش یو تن قومندان وژل شوی دی . ویل کیږي پدې هوايي عملیاتو کې د جبوري سربیره یو زیات شمیر د داعش سرتیري وژل شوي دی .

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه