ترکیې په سوریې متقابل بریدونه وکړل

ترکیې په سورېې متقابل بریدونه وکړل . ترکیې د سوریې پولو ته ۳۵ نور ټانکونه هم سوق کړل.

144075
ترکیې په سوریې متقابل بریدونه وکړل

ترکیې په سورېې متقابل بریدونه وکړل . ترکیې د سوریې پولو ته ۳۵ نور ټانکونه هم سوق کړل.
په سوریه کې د ترکیې سره په پولو کې د داعش او کوردانو ترمنځه سخته جګړه دوام لري. همداشان د جګړې په ترڅ کې دا دریم ځل دی چې د ترکیې لوري ته د هاوان مرمۍ راغورځیږي.
ترکیې ددې په مقابل کې په سوریې ځوابي بریدونه وکړل. د هیواد لوی درستیزوالۍ وویل چې په سوریه کې د روانو جګړو له امله د هیواد د شانلي اورفا د سورچ په سیمه کې درې د هاوان مرمۍ راوغورځیدې چې په مقابل کې په سیمې ځوابي بریدونه وشول.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د سوریې لخوا په راغلو هاوان مرمیو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د بله پلوه ترکیې سیمې ته ۳۵ نور ټانکونه هم سوق کړي دي. د ترکیې ځواکونه د سوریې سره په پوله کې د تیارسي په حالت کې قرار لري. ترکیې د ټانکونو او توپونو میلونه د سوریې په لورې اړولي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه