اردوغان په ملګروملتونو کې د بانکي مون په میلمستیا کې ګډون ونکړ

اردوغان د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون لخوا په جوړه شوې میلمستیا کې د مصر د کودتاچي نظام د مشر السیسي سره په عینې میز د نه کیناستو له امله په میلمستیا کې د ګډون نه ډډه وکړه

141722
اردوغان  په ملګروملتونو کې د بانکي مون په میلمستیا کې ګډون ونکړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو د سرمنشي بانکي مون لخوا په جوړه شوې میلمستیا کې د ګډون د نه کولو لامل د مصر د کودتاچي رژیم د مشر السیسي سره په یو میز نه کیناستل وښودل.
د یادولو وړ ده چې د ملګرومتلونو سرمنشي بانکی مون په عمومي اجلاس کې د ګډون کوونکو هیوادونو د مشرانو په ویاړ میلمستیا جوړه کړې وه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې میلمستیا کې د ګډون نه ډډه وکړه.
ولسمشر اردوغان هیواد ته د رستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. اردوغان د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې بانکي مون لخوا په جوړه شوې میلمستیا کې ولې ګډون ونکړ؟ وویل ! پدې میلمستیا کې ځکه ګډون ونکړ چې د مصر د کودتاچي رژیم د مشر سیسي سره يي په عینې میز کې ورته ځای ځانګړې کړی وو. ولسمشر وویل چې د کودتاچي سره په یو میز د کیناستو سره نه غواړم چې کودتا ته مشروعیت ورکړم.
ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې په میلمستیا کې د سیسي سره په یو میز کې ستاسې لپاره د ځای ځانګړې کول کوم قصدي کار وو او که تصادف وو وویل ! پدې زه نه پوهیږم چې قصدي وو او که تصادف خو یواځې دومره ویلی شم سیسی ته د مشروعیت ورکولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.
ولسمشر اردوغان وویل مښکې ددینه چې په میلمستیا کې ګډون وکړم ومې پوښتل چې په میز کې د چا لپاره ځایونه ځانګړي شوي دي . د سیسي د نوم د اوریدو سره سم مې وویل چې زه پدې میلمستیا کې ګډون نه کوم . اردوغان وویل چې پدې میلمستیا کې ګډون او د سیسي سره په یو میز کیناستل د مرسي په اړه زما د عقیدې سره په ټکر کې عمل وو. همداشان دا مسله زما لخوا د انتي ډیموکراتیکو اعمالو د قبولو په معنا هم وه . د یو پلو نه وايي چې د کودتاچي نظام مخالفت کوې او د بل پلوه بیا د کودتاچي نظام د معمار سره په عینې میز کیناستل دا زما نه پوره نده .
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو مشران دوه مخې سیاستونه کولی شي، مخامخ یو ډول او بیا په غیاب کې بل ډول خو دا زموږ نه جوړ ندی . په یو زیات شمیر دوه په دوه لیدونو کې د مصر په اړه زموږ د دریځ نه ملاتړ وښودل شو خو بیا د پردې شا بل څه روان وي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د سیسي سره په یو میز د کینساتو او ګډ عسکونو اخیستو ځواب نه ما خپل ملت او نه هم د مصر د ډیموکراسۍ پلویانو ته ورکولی شو.



پيوندونه:

اړوند خبرونه