د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته سخت ځواب ووایه

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر رجب طیب اردوغان د څرګندونو اړوند د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل! دا څرګندونې د ټولو ډیپلوماتیکو نورمونو په خلاف دي او په هیڅډول د منلو وړ ندي.

141588
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته سخت ځواب ووایه

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر رجب طیب اردوغان د څرګندونو اړوند د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل! دا څرګندونې د ټولو ډیپلوماتیکو نورمونو په خلاف دي او په هیڅډول د منلو وړ ندي.
د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د ترکیې ټول ډیپلوماتیک اساسات د نړۍوالو حقوقو او وجداني ارزښتونو پر بڼسټ ولاړ دي . ترکیه د خپل بهرني سیاست په ترڅ کې تل د مظلمو خلکو د مسلمو حقونو نه دافاع کوي او د هغوې د غوښتنو نه په نړۍوالو غونډو او اجلاسونو کې یادونه کوي.
ترکیه د ډیموکراتیک مشروعیت په اساس د یو سیاست خاوند هیواد دی .
په څرګندونو کې راغلي دی چې کیدی شي چې یو شمیر هیوادونه د ترکیې ددې پر حق سیاست نه ناراحته وي خو دا مسله دې هیوادونو ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا د څیړولو او یا په ولسمشر باندې د ناحقه تورونو لګولو حق نه ورکوي. دا ډول دریځ نه د دوستۍ او نه هم د ورورولۍ په چوکاټ کې ځای لري.
ترکیه د متحده عربي اماراتو نه چې په مصر کې د کودتاچي رژیم تر ټولو قوي ملاتړ کوونکی دی په نړۍوالو اړیکو کې ټولو اساساتو ته د درناوي او د نورو په چارو کې د مداخلې نه کولو ته رابولو.
د ویلو ده چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا نیوکه کړې وه.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر اردوغان د وینا په اړه په کړو څرګندونو کې ویلي وو چې د حیرانتیا او تعجب ځای دی. د ترکیې ولسمشر اردوغان په مصر د برید کولو په خاطر د ملګروملتونو د پلاټ فورم سوی استعمال کړی دی .
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د اردوغان نه د مصر په حکومت او خلکو بریدونو او تیري ته د پای د ټکي د ایښودو غوښتنه کوو.
همداشان د مصر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې د ولسمشر اردوغان دا ډول څرګندونې په مصر کې شدت او کړکیچ ته لار اواروي. همداشان اردوغان د دا ډول څرګندونو او په مصر کې د افراطي ډلو نه د ملاتړ سره په منځني ختیځ کې د نفاق تخم کري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه