ترکیې څه ډول د داعش د منګولو نه خپل ۴۹ تنه ډیپلوماټان وژغورل

د داعش لخوا د جون په ۱۱ نیټه د عراق د موصل په ښار کې د ترکیې په قونسلګرۍ د برید نه وروسته د ۴۹ تنو ډیپلوماټانو او قونسلګرۍ د کارکوونکو د تښتولو نه وروسته د نوموړو د خوشې کیدو انتظار پوره سل ورځې وروسته پایته ورسید.

132752
ترکیې څه ډول د داعش د منګولو نه خپل ۴۹ تنه ډیپلوماټان وژغورل

د داعش لخوا د جون په ۱۱ نیټه د عراق د موصل په ښار کې د ترکیې په قونسلګرۍ د برید نه وروسته د ۴۹ تنو ډیپلوماټانو او قونسلګرۍ د کارکوونکو د تښتولو نه وروسته د نوموړو د خوشې کیدو انتظار پوره سل ورځې وروسته پایته ورسید.
ښه پدې سلو ورځو کې څه پیښ شول ؟ راځۍ چې ددې پوښتنې ځواب په ګډه ولټو.
د روان میلادي کال د جون په ۱۱ نیټه داعش د عراق د موصل په ښار کې د ترکیې په قونسلګرۍ برید وکړ.
د ابو بکر البغدادي په مشرۍ د عراق شام اسلامي دولت یا داعش ډلې په قونسلګرۍ د برید نه وروسته د جنرال قونسل اوزترک یلمز په ګډون ۴۹ تنه ډیپلوماټان او د قونسلګرۍ کارکوونکي وتښتول شول.
ترکيې د هماغه شیبې نه په اعتبار سره هم د ډیپلوماتیکو لارو څخه او هم د استخباراتي کانالونو له لارې د نوموړو ۴۹ تنو د خوشې کولو په خاطر په کار پیل وکړ.
ترکیې د داعش لخوا د تښتول شوو ۴۹ تنو هیوادوالو د ځان د امنیت په خاطر په ډیر حساسیت او صبر سره ګامونه پورته کړل او یو هر اړخیز پلان يي جوړ کړ.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د هیواد د لومړي وزیر په مشرۍ بیړنۍ غونډه وشوه . د غونډې نه وروسته د هیواد د کورنیو چارو وزیر ایفکان الا خبریالانو ته وویل چې په موصل کې د ترکیې په قونسلګرۍ برید شوی دی او د قونسل په ګډون د قونسلګرۍ ټول کارکوونکي د داعش لخوا برمته نیول شوي دي . د کورنیو چارو وزیر وویل چې ترکیه به د خپلو ملي منافعو په نظر کې نیولو سره لازم ګامونه پورته کړي.
همداشان ددینه وروسته د پخواني ولسمشر عبدالله ګل په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې بیړنۍ امنیتي غونډه جوړه شوه او د ټولو موازنو په نظر کې نیولو سره یو پلان طرحه شو.
پداسې حال کې چې د هیواد ملي استخباراتو په سیمه کې د ۴۹ تنو د خوشې کولو په خاطر په فعالیت پیل وکړ همداشان د بهرنیو چارو وزارت بیا د ډیپلوماتیکو لارو څخه په داعش د فشارونو په راوستو پیل وکړ.
ترکیې په موصل کې د رامنځته شوې پیښې نه وروسته په ناټو د بیړنۍ غونډې غږ وکړ.
ترکیې د موصل د پیښې په اړه د ناټو غړیو هیوادونو ته بشپړ معلومات ورکړل.
د داعش لخوا د لویدیځوالو خبریالانو د وژلو د لړۍ د پيلیدو نه وروسته د لویدیځ پام یو ځل منځني ختیځ او داعش ته راواوښت.
د امریکا په مشري د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر د ایتلاف جوړولو په هڅو پيل وشو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر د سیمې د هیوادونو نه په لیدنې پیل وکړ.
لومړی په جده کې غونډه وشوه او پدې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو هم ګډون وکړ. د جدې د غونډې پریکړه لیک د سعودي عربستان، امریکا، عراق، مصر،اردن، لبنان ، قطر، کویټ ، بحرین ، عربي اماراتو او عمان لخوا لاسلیک شوه یواځې ترکیې د پریکړه لیک د لاسلیکولو نه ډډه وکړه .
ددینه وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما د داعش پر خلاف د مبارزه په خاطر خپله ستراتیژي او ۴ ماده ییز پلان اعلان کړ.
پدې پلان کې چې د داعش پر خلاف د هوايي عملیاتو او عراق د اردو او کوردي ځواکونو او سوري مخالفینو سره د مرستو یادونه وشوه د ترکیې نه پکې هیڅ یادونه ونشوه.
ترکیې د خپلو ۴۹ تنو هیوادوالو د ځان د امنیت په خاطر د داعش پر وړاندې په هره مسله کې ډیر په حساسیت او دقت سره ګام پورته کړ.
د داعش پر خلاف د اوباما د پلان نه لا پنځه ورځې نه تیریږي چې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د اذربایجان د پلازمینې باکو نه د ۴۹ تنو د خوشې کیدو اړوند زیری ورکړ.
احمد داوود اوغلو د سهار په شاوخوا ۶ بجو په باکو کې خبري غونډې ته وویل چې انتظار پایته ورسید او د داعش لخوا تښتول شوي ۴۹ تنه هیوادوال خوشې او هیواد ته صحي سالم راورسیدل.
احمد داوود اوغلو په باکو کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستون شو.
لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د هیواد د شانلي اروفا په ولایت کې د نوموړو ۴۹ تنو سره لیدنه وکړه .

د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو وویل چې  نوموړي ۴۹ تنه  په کامله توګه  د ترکیې لخوا د ځايي امکاناتو او عملیاتو په لړ کې ژغورل شوي دي . داوود اوغلو وویل چې  د هیواد د استخباراتو بهرنۍ څانګې  پدې عملیاتو کې ځانګړې  رول لوبولی دی . همداشان  نوموړي  ۴۹ تنه  د موصل د ښار نه  ترکیې ته د راوستو پورې  ۷ یا ۸ ځله يي خپل ځای  تغیر کړی دی . لومړي وزیر وویل چې د بعضو ستونزو او خنډونو له امله  او د سیمې د حالاتو په نظر کې نیولو سره  ژغورل شوي ۴۹ تنه  د سوریې له لارې ترکیې ته په خیر او صحي سالم  راورسول شول. داوود اوغلو زیاته کړه چې  د داعش لخوا زموږ د ۴۹ تنو هیوادوالو د تښتولو نه وروسته  تل  موږ  دوی  د بې پیلوټه الوتکو په ذریعه تعقیبول  . لومړي وزیر وویل چې  پدې سلو ورځو کې  ۵ یا ۶ ځلې  د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوره تیاري ونیول شوه خو  نوموړو ۴۹ تنو ته  د ځاني زیان د نه اوښتو له امله  دا عملیات وځنډول شول  او قسمت  نن شپه کې وو چې په خیر  سره  عملیات ترسره او ۴۹ تنه صحي سالم هیواد ته  راورسول شول. 

داوود اوغلو وویل چې د نوموړو ۴۹ تنو د خوشې کولو په بدل کې داعش ډلې هیڅډول شرط ندی منلی  او نه يی هم  ورسره  کومه  راکړه ورکړه کړې ده . 

لومړي وزیر وویل چې عملیات په ډیر دقت  او زیرکۍ سره  او په ډیر پټه  توګه  ترسره شول. لومړي وزیر وویل چې د داعش لخوا د تښتول شوو په منځ کې د جنرال قونسل سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او پرې تاکید وشو چې د عملیاتو په اړه خپلې کورنۍ او میرمنې ته هم څه ونه وايي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه