په تركيه كې يو افغان كډوال د ځان د سوځولو هڅه وكړه.
په پلازمېنه انقره د ملګرو ملتونو د كډوالو دعالي كمېشنرۍ د دورازې په وړاندې يو افغان كډوال د خپلو ۵ ماشومانو او مېرمن په مخ كې پر ځان تېل توى كړل او غوښتل يې چې ځان ته اور واچوي.

سالم اميري چې د اوو كلونو راهيسې د خپلو پينځو تنو ماشومانو سره د كډوالو په كمېشنرۍ كې اروپايي هېوادونو ته د كډوالۍ انتظار وباسي نوره يې حوصله پاى ته رسېدلې.
پېښه نن د غرمې وروسته پداسې حال كې رامنځته شوه چې سالم اميري پر سر د تېلو د اچولو نه وروسته غوښتل چې ځانله اور واچوي. د كډوالو د كمېشنرۍ د پوليسو د مداخلې په پايله كې د غميزې مخه ونيول شوه.
سالم اميري د پوليسو لخوا مركز ته يوړل شو. د پېښې په اړه نور جزييات به د پوليسو د راپور نه وروسته خپاره شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله