اردوغان:د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د بشري مرستو ته تیار یو

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

127012
اردوغان:د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د بشري مرستو ته تیار یو

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په داعش د مداخلې اړوند وویل چې د ترکيې نه باید د بشري مرستو نه پرته د بل څه تمه ونشي.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د ترکیې لخوا د عراق په پولو کې د امنیتي دهلیز د جوړولو د ادعا په اړه وویل چې پدې اړه د هیواد وسله وال ځواکونه کار کوي او پلان جوړوي. وروسته پلان موږ ته راوړي . د اړتیا په صورت کې داسې به پریکړه وکړو.
ولسمشر اردوغان د داعش پر وړاندې د نړۍوالې مبارزې اړوند مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر زیاته کړه چې لکه څرنګه چې تاسې هم پوهیږي د داعش پر وړاندې مبارزه کې مهم ګامونه پورته کیږي، پدې اړه یو طرز العمل جوړیږي.
ددې طرز العمل د لیدو او پرې د غور کولو نه وروسته به پریکړه وکړو چې ایا دا طرز العمل زموږ لپاره د قناعت وړ دی او که نه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه پرته د بشري مرستو د بل څه تمه باید ونه شي. ترکیې په ټولو غونډو کې یواځې د بشري مرستو په مسلې ژمنه کړې ده.
ولسمشر اردوغان د داعش سره د ۴۹ تنو ترکانو د خوشې کولو په اړه وویل چې پدې اړه مذاکرات او هلې ځلې دوام لري . موږ هڅه کوو چې د خبرو اترو له لارې خپل ۴۹ تنه هیوادوال خوشې کړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه