اردوغان:ترکیې ته اخوان المسلمین د مشرانو د راتګ وړاندیز به وارزو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر نه هیواد ته د رستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل که چیرې د اخوان المسلمین مشران ترکېې ته د راتګ وړاندیز وکړي وړاندیز به يي وارزو.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د دوه ورځني سفر نه وروسته هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر نه د شړل شوو اخوان المسلمین مشرانو ترکیې د راتګ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د وړاندیز په صورت کې به يي په اړه غور وکړو او که کوم قانوني خنډ شتون ونلري لکه څرنګه چې د نورو بهرنیانو سره چلند او میلمه پالنه کیږي د دوی نه به هم وشي. که چیرې کوم قانوني خنډ شتون ولري بیا به بل ډول چلند وکړو. که چیرې خڼډ شتون ونلري د هر چا په څیر به د اخوان المسلمین مشرانو ته هم اسانتیاوې برابرې شي او میلمه پالنه به ترینه وشي.
همداشان ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې لخوا د داعش نه د نفتو د پيریدو په اړه ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې. د یادولو وړ ده چې د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ادعا کړې ده چې ترکیه د داعش د ډلې نه نفت ترلاسه کوي چې دا ادعا د ولسمشر لخوا په کلکه توګه رد شوه. ولسمشر اردوغان وویل چې د امریکا مطبوعات د ناسمو خبرونو په خپرولو او پروپاګند کې ځانګړی مهارت لري. ولسمشر اردوغان د نوموړې ادعا نه د یوې چټلې، ناسمې او بې بنیاده ادعا په توګه یادونه وکړه . ولسمشر وویل چې ما تیره ورځ هم د مسلې اړوند څرګندونې وکړې. زموږ دریځ معلوم او ښکاره دی. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ترکیې دریځ ښکاره دی او ترکیه یواځنی هیواد دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه کوي. ترکیه پدې مسله کې ډیره حساسه ده. هیچا ته فرصت نه ورکوي.