د تركيې تعليمي كال سبا ته پيليږي.

په تركيه كې د ۲۰۱۴ – ۲۰۱۵ تعليمي كال سبا ته د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيليږي.

125485
د تركيې تعليمي كال سبا ته پيليږي.

د تركيې تعليمي كال سبا ته پيليږي.
په تركيه كې د ۲۰۱۴ – ۲۰۱۵ تعليمي كال سبا ته د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيليږي.
سبا ته به دوبي د درې مياشتنيو رخصتيو نه وروسته شاوخوا ۱۶ ميليونه او ۴۰۰ زره زده كوونكي او ۸۷۳ زره ښوونكي ښوونځيو ته لاړ شي.
د ښوونځيو څلورنيم مياشتنۍ آزموينې به د ۲۰۱۵ كال د جنورۍ په ۲۳تمه نېټه ترسره شي. ښوونځي به د جنورۍ د ۲۶تمې نېټې نه د فبرورۍ تر۶مې نېټې پورې رخصت وي. د كال دويم سمستر به د فبرورۍ په نهمه پيل او د جون په ۱۲نېټه به پاى ته ورسيږي.
په تركيه كې د كانكور د آماده ګۍ كورسونه هم د ښوونې د وزارت لخوا وتړل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه