ولسمشر اردوغان د امریکا د دفاع وزیر هیګل حضور ته قبول کړ
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د یو رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغې.
د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د یو رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغې.
چک هیګل په انقره کې لومړی د هیواد لوی درستیزوال ستر جنرال نجدت اوزل سره لیدنه وکړه . هیګل وروسته د چانکایا په مانۍ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا حضورته ومنل شو.
ویل کیږي په دواړو لیدونو کې د داعش د ګواښونو ، سیمه ییز او نړۍوال امنیت په مسلو خبرې وشوې.
چیک هیګل د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې نه وروسته د اتاترک د مزار نه لیدنه وکړه . هیګل د اتاترک مزار ته د درناوي د ترسره کولو نه وروسته د ګلانو ګیډۍ کیښوده.
د امریکا د دفاع وزیر هیګل د مازیګر په ساعتونو کې بیا د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو لخوا حضور ته ومنل شو. لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د هیګل سره په ۴۰ دقیقه ییزه لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په دفاعي او نظامي برخو کې په همکاریو خبرې وکړې.
پدې لیدنه کې د اوکراین، سوریې او عراق په ګډون په سیمه ییزو پرمختګونو هم خبرې وشوې.