د اردوغان – اوباما د ليدنې په اړه جزييات خپاره شول.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د ناټو په سرمشريزه كې د خپل امريكايي سيال باراك اوباما سره د ليدنې په اړه خبريالانو ته معلومات وركړل.

116792

ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې د اوباما سره يې د `` موازي جوړښت`` په نامه د هغې غير قانوني ډلې په اړه خبرې وكړې چې په دولتي چارو كې د قوانينو خلاف عمل كوي. ولسمشر زياته كړه چې ``پدې اړه يې له موږ نه موږ نه معلومات وغوښتل. موږ به هم اړوند اسناد ورته وسپارو.``
ولسمشر ادوغان څرګنده كړه چې موازي جوړښت چې د تركيې ملي امنيت ته ګواښ دى تر پايه پورې به ورسره مبارزه وشي. اردوغان زياته كړه چې د موضوع په اړه به د تركيې استخبارات او د بهرنيو چارو وزارت هم ټول معلومات د خپلو نړيوالو متفقينو سره شريكې كړي.
ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزيرې انګېلا مېركل سره د ليدنې پرمهال د تركيې په وړاندې د جرمني د پټو استخباراتي فعاليتونو په اړه خبرې وكړې. د دواړو هېوادونو استخباراتي تشكيلات به د موضوع په اړه خبرې اترې وكړي. مېركل هم وعده وكړه چې دا موضوع به له نږدې تعقيب كړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه