امريكا او انګلستان هم د تركيې مقامات په پټه اورېدلي دي.
د جرمني د در شپيګل مجلې چې څه موده وړاندې يې د جرمني استخباراتو لخوا د تركيې په اړه د پټو فعاليتونو خبر خپور كړى وو اوس د يوې نوې ادعا له مخې ليكي چې د امريكا د متحدو ايالتونو او انګلستان د هېوادونو استخباراتي ادارو هم تركيې په وړاندې پټ فعاليت كړى دى.

ددې ادعا له مخې په واشنګټن كې د تركيې د سفارت مقر د استخباراتي اورېدنې اصلي ځاى بلل شوى دى. د امريكا د ملي امنيت ادارې په انقره او استانبول كې د مخفي څانګو په جوړولو سره په تركيه كې د استخباراتي اورېدونو فعاليت كړى دى.
د جرمني د در شپيګل ورځپاڼې د امريكا د ملي امنيت د ادارې د پخواني كار كوونكي اېډوارډ سنوډن لخوا د خپرو شوو اسنادو له مخې ليكلي دي چې امريكايي استخباراتو له يوې خوا د تركيې سره د پې كا كا د ترهګرې ډلې په وړاندې د مبارزې په برخه كې همكاري كړې او د بله پلوه يې په هېواد كې د دولتي چارواكو، نظاميانو، استخباراتي كار كوونكو، د كابيني د غړو او د انرژۍ د شركتونو په ګډون د يو زيات شمېر كسانو ټيلفوني اړيكې اورېدلي دي.
د سنوډن لخوا د خپرو شوو اسنادو له مخې تركيه د هغو هېوادونو په كتار كې ده چې د امريكا د ملي امنيت د ادارې لخوا تر نږدې څار لاندې ده. د تركيې ترڅنګ د كيوبا او وېنېزوېلا هېوادونه هم شامل دي. ويل كيږي چې دا اداره اوسمهال د روسيې، اوكراين، ګرجستان او سوريې په وړاندې هم د ټيلفوني مكالمو د اورېدلو استخباراتي فعاليتونه ترسره كوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله