تركي مشرانو د لوى بري د ورځې په مناسبت پيغامونه خپاره كړل.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د اګست د مياشتې د ۳۰ مې د لوى بري د ورځې په مناسبت په خپور كړي پيغام كې څرګنده كړه چې د اګست ۳۰ د ټولو اختلافاتو او خنډونو په هوارولو سره د يو ملت په توګه د مقاومت د ښودل كېدو له امله ځانګړى اهميت لري.

108827
تركي مشرانو د لوى بري د ورځې په مناسبت پيغامونه خپاره كړل.

تركي مشرانو د لوى بري د ورځې په مناسبت پيغامونه خپاره كړل.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د اګست د مياشتې د ۳۰ مې د لوى بري د ورځې په مناسبت په خپور كړي پيغام كې څرګنده كړه چې د اګست ۳۰ د ټولو اختلافاتو او خنډونو په هوارولو سره د يو ملت په توګه د مقاومت د ښودل كېدو له امله ځانګړى اهميت لري. د هر ډول ستونزو په وړاندې د ملت د پياوړې ادارې په پايله كې موږ د استبداد ځنځيرونه مات او د روښانه راتلونكې پر لور روان يو.
د تركيې د ملي شورا ريس جميل چيچك هم پخپل پيغام كې ليكلي دي چې `` تركي ملت چې د تاريخ په اوږدو كې يې هېڅ ډول اسارت ندى منلى داسې مبارزه وكړه چې د نورو مظلومو ملتونو لپاره د الهام سرچينه وګرځېدله. تركي ملت د نورو لخوا د اسارت ژوند رد كړ او په نړۍ كې د آزادو ملتونو په كتار كې خپل د قدر وړ مقام ته ورسېدل.``
لومړي وزير احمد داوود اوغلو هم د اګست د ۳۰ مې نېټې د لوى بريد په مناسبت پيغام خپور كړى دى چې پكې راغلي دي `` د خپلو نېكونو نه په الهام سره د خپل ملت د شتوالي نه د دفاع او په جغرافيه كې د سولې او عدالت د رامنځت كولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام وركړو.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه