نن د اګست ۳۰ د تركي د بري ملي ورځ ده.
له ننه پوره ۹۲ كاله پخوا د ۱۹۲۲ كال د اګست د مياشتې په ۳۰ نېټه د تركيې د دومله پنار په سيمه كې د غازي مصطفى كمال اتاترك په مشرۍ تركي ځواكونو د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې قاقع برى ترلاسه كړ.
نن د اګست ۳۰ د تركي د بري ملي ورځ ده.
له ننه پوره ۹۲ كاله پخوا د ۱۹۲۲ كال د اګست د مياشتې په ۳۰ نېټه د تركيې د دومله پنار په سيمه كې د غازي مصطفى كمال اتاترك په مشرۍ تركي ځواكونو د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې قاقع برى ترلاسه كړ.
دا ورځ په تركيه كې د يرغلګرو لخوا د تركيې د خاورې د پرېښودلو او خپلواكۍ ته د لارې د پرانيستل كېدو له امله د هېواد په تاريخ كې ځانګړى اهميت لري.
ددې شانداره تاريخ ۹۲مه كليزه د هېواد په ګوډ ګوډ كې د رسمي په مراسمو په ترڅ كې لمانځل كيږي.
ددې ورځې په مناسبت لومړني مراسم د اتاترك په مزار كې ترسره شول.
رجب طيب اردوغان د هېواد د ولسمشر په صفت د لومړي ځل لپاره پدې مراسمو كې ګډون وكړ. ددې ترڅنګ احمد داوود اوغلو بيا د لومړي وزير په توګه په مراسمو كې حاضر وو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د لوړپوړو دولتي چارواكو سره د اتارترك د مزار په څلي باندې د ګلو ګېډى كېښود او نوموړي ته يې احترام وړاندې كړ.
پدې مراسمو كې د ولسمشر اردوغان سربېره د ملي شورا ريس جميل چيچك، لومړي وزير احمد داوود اوغلو، د وسله والو ځواكونو لوى درستيز سترجنرال نجدت اوزال، د اپوزسيون مشر كمال كلچدار اوغلو، د قضايي قويې مشرانو، د كابينې غړو او د خلكو استازو ګډون كړى وو.
اردوغان د اتاترك د موزيم په ځانګړې كتاب كې ددې ورځې په مناسبت داسې وليكل: `` ګرانه اتاتركه! د لوى بري د ۹۲ كليزې په مناسبت د تركيې جمهوريت چې ستاسې لخوا موږ ته په ميراث پاتې شوى دى ستاسې په ښودل شوې لاره باندې د معاصرو مدنيتونو سويې ته د رسولو په موخه هلې ځلې كوو. د لوى بري تاريخي ورځ په حقيقت كې نړيوالو ته يو ځل بيا ثابتوي چې د اناتوليا زر كلن ټاټوبى به تر ابده زموږ كور پاتې شي.``
د اتاترك د مزار پر سر د مراسمو نه وروسته ولسمشر اردوغان د چانكايا په ماڼۍ كې د كورنيو او بهرنيو مېلمنو د مباركۍ مراسم ومنل.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719034263)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719034263)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله