د ولسمشر اردوغان لومړنى بهرنى سفر آذربايجان ته دى.

رجب طيب اردوغان د تركيې د ولسمشر په توګه د ټاكل كېدو نه وروسته خپل لومړنى بهرنى سفر د آذربايجان هېواد ته ترسره كوي.

108720

ولسمشر رجب طيب اردوغان به د شمالي قبرس تركي جمهوريت نه د ليدنې وروسته د سپتمبر د مياشتې په دريمه نېټه د آذربايجان هېواد پلازمېنې پاكو ته لاړ شي. اردوغان او آذري سيال علي ايف به د دواړو هېوادونو ترمېنځ د انرژۍ او سوداګرۍ په برخه كې د لويو پروژو په جزيياتو باندې هم خبرې وكړي. ددې ليدنې په ترڅ كې به د شاه دينيز د ګازو د نل ليكې د پروژې د بنسټ ډبره هم كېښودل شي. ددې پروژې له لارې به د آذربايجان ګاز د تركيې له لارې اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي.
سربېره پردې د باكو- تيفليس – كرس د اورګاډي ليكه چې چين به لندن سره وصل كړي هم پرانيستل شي.
د اوس لپاره د تركيې او آذربايجان ترمېنځ د ۳، ۳ ميلياردو ډالرو په ارزښت سوداګريز حجم موجود دى. ټاكل شوې ده چې دا شمېره به په ۲۰۱۵ كال كې ۵ ميلياردو ډالرو ته لوړه شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه