اردوغان: د ولسمشر په توګه ټاكل د تركيې لپاره نوى پيل دى.

لومړي وزير رجب طيب اردوغان په انقره كې د خپل ګوند په عمومي كنګره كې د وينا پرمهال وويل چې د يو آرمان د پوره كېدلو لپاره مشوره، پيوستون، د نظر اتفاق او ګډې پرېكړې مهم رول لري. ددې امله زموږ لپاره چوكۍ مهمې ندي خدمت مهم دى.

105234

اردوغان د وينا پرمهال وويل چې د تركيې د لومړي وزير په توګه يې د هېواد اقتصادي پرمختګ ته پام وكړ. د پېسو د نړيوال صندوق ټول پورونه يې ادا كړل او د ملكي سياست په وړاندې يې ټول خنډونه لرې كړل. نوموړي وويل چې ``په هېواد كې د ترهګرۍ د پاى ته رسېدلو په موخه مو زړه ور ګامونه پورته كړل او په اروپايي ټولنه كې د غړيتوب لپاره مو هلې ځلې وكړې. ديموكراتيك اصلاحات مو راوستل، د بشري حقونو او اساسي آزاديو سټندرد مو لوړ كړ.``
لومړي وزير اردوغان څرګنده كړه چې نن د ټولې تركيې راتلونكې د بل هر وخت په پرتله روښانه ده. د هرې ستونزې د آواري لار سياست دى.

پيوندونه:

اړوند خبرونه