د اردوغان په مشرۍ د وزيرانو د شورا وروستۍ غونډه

د تركيې د ۶۱م حكومت د وزيرانو د شورا وروستۍ غونډه د لومړي وزير رجب طيب اردوغان په مشرۍ پرون د ځانګړې اجندا سره ترسره شوه.

103818

د غونډې د اجندا موضوع د ولسمشر په توګه د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د ټاكل كېدو نه وروسته د سوګند د مراسمو او نورو چارو ترسره كول وه.
د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بلند ارنچ خبريالانو ته وويل چې د آګست د مياشتې په ۲۸مه نېټه به لومړى وزير رجب طيب اردوغان د ملي شورا په مقر كې لوړه وكړي او د ټاكنو د عالي شورا نه به د ولسمشرۍ سند ترلاسه كړي. په همدې ورځ به ولسمشر عبدالله ګل د چانكايا په ماڼۍ كې د شانداره مراسمو په ترڅ كې خپله دنده اردوغان ته وسپاري. سربېره پر دې به د ولسمشر په توګه د اردوغان د ټاكېدو په اړه حكم هم په همدې ورځ په رسمي جريده كې خپور شي.
آرنچ زياته كړه چې د وزيرانو په شورا كې د مراسمو د جزيياتو په اړه هم خبرې اترې وشوې. پدې ډول به د عدالت او پراختيا د ګوند لخوا احمد داوود اوغلو د عمومي مشر په توګه وټاكل شي او راتلونكى ولسمشر اردوغان به ورته د تركيې د جمهوريت د ۶۲م حكومت د جوړولو دنده وسپاري.
د ارنچ په وينا به نوى حكومت هم د ګوند د اساساتو پر بنا د نوې تركيې اهدافو ته د رسېدلو لپاره كار وكړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه