تركيې په غزه د ټپي شوو فلسطينيانو د درملنې لپاره ملا وتړله.
لومړي وزير رجب طيب اردوغان په انقره كې د هغو ټپيانو نه ليدنه وكړه چې پر غزې باندې د اسراييلو په بمباريو كې ټپيان شوي او تركيې ته د درملنې لپاره راوړل شوي دي.
تركيې په غزه د ټپي شوو فلسطينيانو د درملنې لپاره ملا وتړله.
لومړي وزير رجب طيب اردوغان په انقره كې د هغو ټپيانو نه ليدنه وكړه چې پر غزې باندې د اسراييلو په بمباريو كې ټپيان شوي او تركيې ته د درملنې لپاره راوړل شوي دي.
په انقره كې د ينې محلې په روغتون كې لومړي وزير ته د روغتيا د چارو د وزير محمد موذن اوغلو لخوا ښه راغلاست وويل شو.
د ليدنې پرمهال د يوې كوچنۍ فلسطينۍ ماشومې سره د لومړي وزير اردوغان خبرو د ټولو پام ځانله راواړولو. ټپي نجلې اردوغان ته په خطاب كې وويل چې `` ستاسې برياليتوب د ټولې غزې برياليتوب دى. دا چې موږ دلته را راوړلو ډېره مننه كوم. له دې ځايه د وتلو نه وروسته به دا ثابته كړم چې موږ د هغو توغنديو نه ډېر پياوړي يو چې موږ يې ويشتلو.``
اردوغان فلسطينۍ ماشومې ته يو جوړ تسبېح ډالۍ كړې. اردوغان همداراز د كوچنۍ نجونې د خاطراتو په كتابچه يو لاسليك هم وكړ.
اردوغان يو ځل بيا پر غزې باندې د اسراييلو بريدونه وغندل او څرګنده يې كړه چې تركيه به تل د ظالم په وړاندې د مظلوم تر څنګ ولاړه وه. د ټپيانو د زيارت پرمهال يې نوموړو ته بېلابېل سوغاتونه هم وركړل.
په انقر كې د ينې محلې په روغتون كې د ۵ ماشومانو په ګډون ۱۵ فلسطينيان تر درملنې لاندې دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله