په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو په کښتې کې اورلګیدنې ۱ تن وواژه
د ترکیې د موغلا په ولایت کې د ناقانونه کډوالو په کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله یو تن مړ او ۴ تنه نور ټپیان شول.
![په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو په کښتې کې اورلګیدنې ۱ تن وواژه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/1926178mulakaak.jpg?time=1718804238)
د ترکیې د موغلا په ولایت کې د ناقانونه کډوالو په کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله یو تن مړ او ۴ تنه نور ټپیان شول.
د موغلا ولایت د داتچا د سواحلو سویل لورې ته په شل میلو واټن کې د ناقانونو کډوالو یوې کښتۍ چې ۸۲ تنه پکې سپاره ول د نامعلومو لامل له امله اورلګیدنه رامنځته شوه .
په کښتۍ بعضو ناقانونو کډوالو د اور لګیدنې له امله ځانونه سمندر ته ګوزار کړل. د پیښې د رامنځته کیدو سره سم د هیواد سمندري پولیسو سمدلاسه مداخله وکړه او ۸۱ تنه ناقانونه کډوال يي وژغورل او د داتچا سیمې ته يي یوړل. په پیښه کې وژل شوي یو تن مړی د یونان د سمندري پولیسو لخوا د سمندر نه راوویستل شو.
د هیواد د سمندري پولیسو د قومندانۍ اړوند یوه الوتکه د لا زیاتو پلټنو په موخه سیمې ته واستول شوه.
په پیښه کې د وژل شوي ناقانونه کډوال هویت معلوم ندی .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718804238)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718804238)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله