اردوغان ۶ بجې خپل ځای ناستي اعلانوي

د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د اجراییوي شورا غونډه د لومړي وزیر او راتلونکې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ پيل شوه .

98883
اردوغان ۶ بجې خپل ځای ناستي اعلانوي

د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د اجراییوي شورا  غونډه  د لومړي وزیر او راتلونکې ولسمشر  رجب  طیب اردوغان په مشرۍ پيل شوه .

ننۍ غونډه  تاریخي اهمیت  لري. په ننۍ غونډه کې  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوی  مشر  او لومړی وزیر ټاکل کیږي. د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  د وروستي ځل لپاره  د عدالت او پراختیا د ګوند د اجراییوي شورا د غونډې مشري کوي. په ننۍ غونډه کې  د اردوغان ځای ناستی ټاکل کیږي.

د هیواد  لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  به  د ترکیې په ځايي وخت د مازیګر په  ۶ بجو  د عدالت او پراختیا  واکمن  ګوند نوی  مشر  اعلان کړي .

همداشان  د عدالت او پراختیا  واکمن  ګوند د اګست په ۲۷ نیټه  د یوې فوق العاده غونډې په کولو  سره  نوی  مشر  د ګوند غړیو ته  معرفي او د هغوې تایید اخیستل کیږي.

د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوی  مشر  به  د ترکیې راتلونکی  لومړی وزیر هم  وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه