په ترکیه کې د غزې لپاره ۵۳ میلیونه ترکی لیرې مرستې راټولې شوې

د ترکیې د دیني چارو ریس ډاکټر محمد ګورمز وویل چې د غزې د خلکو په خاطر مو د مرستو راټولو کمپاین پیل کړی دی چې تر اوسه پورې ۵۳ میلیونه ترکي لیرې مرستې راټولې کړي دي .

96063
په ترکیه کې د غزې لپاره  ۵۳ میلیونه ترکی لیرې مرستې راټولې شوې

د ترکیې د دیني چارو ریاست د غزې د خلکو لپاره  ۵۳ میلیونه ترکي لیرې مرستې راټولې کړي دي .

د ترکیې د دیني چارو ریس ډاکټر محمد ګورمز وویل چې د غزې د خلکو په خاطر مو  د مرستو راټولو کمپاین پیل کړی دی چې  تر اوسه پورې ۵۳ میلیونه ترکي لیرې مرستې راټولې کړي دي .

نوموړي وویل چې د ترکیې خلک  د غزې د خلکو سره  د خپلې خولې ډوډۍ  شریکوي خو  اسلامي نړۍ بیا په غزه کې په روانو ستونزو  او بې وزلیو  سترګې پټوي.

ګورمز وویل چې  تر ننه پورې  زموږ په حساب کې ۵۲ میلیونه او ۹۰۰ زره ترکي لیرې راټولې شوي دي او دا لړۍ دوام لري . ګورمز وویل چې  ددې مرستو په نیمايي د روژې په میاشت کې او د هغه نه وروسته  د ترکیې د همکاریو او همغږۍ د ادارې په همکاریو او د هغوې په واسطه  د ټولو  ستونزو او نښتو سره سره سیمې ته رسولي دي . ګورمز  وویل  د حیرانتیا خبره  خو داده چې  په غزه کې په زرګونو تنه  ووژل شول او په لسګونو زره تنه نور ټپیان شول او په سلګونو زره  کورونه  وران شول او ښآر په  کڼډوالې  بدل شو خو مرستندویه  ټولنې  او په ځانګړې ټوګه اسلامي نړۍ چپه خوله  او پټې  سترګې  ناست  دي او یواځې ننداره کوي. 

همداشان  د تیکا ریس  سردار چم  وویل چې  په غزې د بریدونو د پیل د ورځې نه په اعتبار سره ۱۵ زرو کورنیو ته مو  بیړنۍ مرستې ورسولې . شاوخوا  یوه میاشت مو په سیمه کې په خلکو پخه ډوډۍ  وویشله. ددینه وروسته  په پام کې لرو چې په غزه کې د بې کوره شوو کسانو لپاره د کورونو په جوړولو پیل وکړو. پډې اړه مو  پروژې  د لاس لاندې نیولي دي . همداشان په غزه کې به  د کورنۍ او مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا په خاطر هم  بعضې ګامونه  پورته کیږي چې  په پروژو يي کار روان دی . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه