ترکیې د جرمني سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

د جرمني د استخباراتو لخوا په غیرې قانوني ډول د ترکیې د اوریدو انعکاسات دوام لري.

94714
ترکیې د جرمني سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

د جرمني د استخباراتو لخوا په غیرې قانوني ډول د ترکیې د اوریدو انعکاسات دوام لري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو په انقره کې د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د ترکيې مرستیال بهرنیو چارو وزیر اردوغان ایشجان وویل چې د جرمني د استخباراتو لخوا په ناقانونه ډول د ترکیې د اوریدو په اړه مو د نوموړي هیواد سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او د هغه نه مو د سپیناوي غوښتنه وکړه .
انقره پدې مسله کې د برلین د حکومت نه سپیناوی غواړي.
د بله پلوه ویل کیږي تمه کیږي چې مرستیال د بهرنیو چارو وزیر د جرمني د سفیر سره د لیدنې نه وروسته د مسلې اړوند رسمي خبرپاڼه خپره کړي.
د جرمني د در شپیګل مجلې یوه لنډه موده وړاندې وویل چې د جرمني استخباراتو د حکومت لخوا ورته د ورکړل شوي صلاحیت له مخې د ۲۰۰۹ کال راهیسې په ترکیه کې استخباراتي او په غیرې قانوني ډول سره د ټیلیفونونو اوریدو ته دوام ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه