په ترکیه کې د غزې لپاره ۴۵ میلیونه ترکي لیرې مرستې راټولې شوي

د هیواد مرستیال لومړي وزیر امر الله ایشلر وویل چې د غزې د خلکو په ټپونو د پټۍ لګولو په خاطر د ترکیې خلکو د مرستو په راټولو پيل کړې دی او دا لړۍ به دوام وکړي.

93521
په ترکیه کې د غزې لپاره ۴۵ میلیونه  ترکي لیرې  مرستې راټولې شوي

په ترکیه کې د غزې لپاره ۴۵ میلیونه  ترکي لیرې  مرستې راټولې شوي دي .

د هیواد  مرستیال  لومړي وزیر  امر الله ایشلر وویل چې  د غزې د خلکو په ټپونو د پټۍ لګولو په خاطر د ترکیې خلکو  د مرستو په راټولو  پيل کړې دی  او دا لړۍ به دوام وکړي.

ایشلر وویل چې  د ترکیې د همکاریو او همغږۍ ادارې تیکا  په غزه کې د مرستو په ویشلو پيل کړې دی . نوموړي زیاته کړه چې  تیکا په غزه کې  د اسراییلو لخوا د روانو بریدونو په ترڅ کې هم  د ۱۵ زره  فلسطیني مرستې  ویشلي دي . تیکا  په  غزه کې  ۱۵ زرو کورنیو ته  د هغوې یو میاشتې خرڅ  ورکړی دی . نوموړي زیاته کړه چې په غزه کې د روژې په میاشتو کې د پیل شوو مرستو نه راپدیخوا  د غزې د خلکو سره مرستې دوام لري . د روژې  په وروستیو لسو ورځو کې مو  ۳۴۱  زره  او ۶۰۰ تنو ته  هره ورځ  پخ کړې ډوډوۍ  ورکوله. همداشان  ۲۰ ټیلیره  خوراکي توکي هم  سیمې ته استول شوي دي په ۱۶۸۰۰ کورنیو وویشل  شي.

همداشان  ترکیې د فلسطین  د روغتیا وزارت د روغتونونو  د برښنا په خاطر  موږ  نه  د تیلو غوښتنه وکړه چې  د ترکیې سرې میاشتې ددوې دا غوښتنه پرځای کړه . همداشان  د ترکیې سرې میاشتې غزې ته  درمل هم  استولي دي .

امرالله ایشلر وویل چې  د غزې لپاره د هیواد د صدارات په مشرۍ د مرستو راټولو کمپاین پیل شوی دی چې تر اوسه پورې  د هیواد د دیني چارو د ریاست په حساب کې ۴۵ میلیونه  ترکیې لیرې جمع  شوي دی .

ایشلر  زیاته کړه په غزه کې د هغه خلکو لپاره چې کورونه يي په بریدونو کې ویجاړ شوي او د ملګروملتونو او عادي ښوونځیو کې اوسیږي  د کانتیرانو  د ښارګووټي  د جوړولو په چارو پیل کړې دی.

همداشان  ایشلر وویل چې  غزې ته د فلسطیني ټپیانو د رواړلو  لړۍ هم  دوام لري. 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه