د ترکیې د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا د اګست په لسمه ترسره شوي د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

92794
د ترکیې د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا  د اګست په لسمه  ترسره شوي  د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې  اعلان کړې. 

د ټاکنو د عالي شورا  د وروستیو پایلو له مخې  د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوماند رجب طیب اردوغان په ټاکنو کې  د ۲۱ میلیونه ۱۴۳ زره  رایو په ترلاسه کولو سره  چې د ټولو  رایو  ۵۱ عشاریه  ۷۹ جوړوي  د ترکیې  د لومړني منتخب او ۱۲ ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی .

د ټاکنو د عالي شورا د پایلو له مخې  په ټاکنو کې  د جمهوریت خلق  او ملیت پالو غورځنګ د ګوندونو ګډ نوماند  اکمل الدین احسان اوغلو ۳۸ عشاریه ۴۴  او بل  نوماند  صلاح الدین دیمیر تاش  ۹ عشاریه  ۷۶ رایې ترلاسه کړي دي .

د هیواد د ټاکنو د عالي شورا  ریس  سعدي ګون  چې د ټاکنو وروستۍ پایلې  اعلان کړې وویل چې د رجب طیب اردوغان  بری  لیک  د هیواد د ملي شورا  ریس  جمیل  چیچک  ته  تسلیم کړې شو.

د ترکیې  نوی  ولسمشر  رجب طیب اردوغان به  د اګست په  ۲۸ نیټه  د ولسمشر عبدالله ګل  د دندې د مودې د پایته رسیدو سره سم  په ملي شورا کې  لوړه وکړي او د ترکیې د ۱۲ ولسمشر په توګه به په دنده  پیل وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه