اردوغان : ترکیه یواځنی هیواد دی چې د مظلومانو د حق نه دفاع کوي

د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا د ګوند د ولایتي شوراګانو او ښاروالانو غونډې ته په وینا کې وویل چې د اګست په لسمه په ټولټاکنو کې بری یواځې د اردوغان نه بلکې د ترکیې د ۷۷ میلیونو تنو بری دی .

90855

لومړي وزیر اردوغان زیاته کړه چې د اګست د لسمې نیټې د ټاکنو بری د ترکیې بری دی او په نړۍ کې د ترکیې د ټولو دوستانو او ورورنو بری دی .
لومړي وزیر اردوغان وویل چې که الله غوښتل انشاالله چې د اګست په ۲۸ نیټه به په ملي شورا کې د لوړې نه وروسته د ولسمشر په توګه خپله دنده رسمآ پیل کړی او د ترکیې د ۷۷ میلیونو تنو ولسمشر به شي.
لومړي وزیر اردوغان په خپله وینا کې په غزې د اسراییلو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې زموږ ټول درد د اسراییلو د دولت سره دی نه د ملت سره . موږ د ډیر سلیم عقل سره ګام پورته کوو د احساساتو سره نه.
لومړي وزیر اردوغان زیاته کړه چې د نړۍ په هیڅ هیواد کې د ترکیې په څیر لږه کیو ته حق او حقوق ندي ورکړ شوي. په ترکیه کې ټول لږه کۍ قومونه او توکمونه د سولې او ثبات په فضا کې ژوند کوي.
اردوغان د خپلې وینا په یوه برخه کې په مصر کې د رابعه العدویه د پیښو نه هم یادونه وکړه او وویل چې نن د رابعه العدویه د خونړیزې پیښې لومړنۍ کلیزه ده. دم ګړۍ د نړۍ په یو زیات شمیر برخو هیوادونو کې د رابعه العدویه په ملاتړ مظاهرې دوام لري. اردوغان زیاته کړه چې په مصر کې د دیموکراسۍ د وژلو، د معصومو او بې ګناه انسانانو د عام وژنې او تراژیدۍ پر خلاف یواځي ترکیې غږ پورته کړ او نن يي هم پورته کوي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه