د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د لومړي وزیر اردوغان ځای ناستی ټاکي

لومړی وزیر اردوغان د ترکیې د لومړني منتخب ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د هغه د ځای ناستي په لټولو پیل کړی دی.

90493
د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د لومړي وزیر اردوغان ځای ناستی ټاکي

لومړی وزیر اردوغان د ترکیې د لومړني منتخب ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د هغه د ځای ناستي په لټولو پیل کړی دی.
د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د اګست په ۲۷ نیټه د ګوند لپاره د نوي مشر د ټاکلو په خاطر د ګوند په منځ کې ټاکنې کوي.
لومړی وزیر رجب طیب اردوغان د اګست په ۲۸ نیټه په ملي شورا د لوړې د ترسره کولو نه وروسته د ترکیې د ۱۲ ولسمشر په توګه په خپلې دندې رسمآ پیل کوي.
همداشان لومړی وزیر اردوغان د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه سمدلاسه وروسته به د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوي مشر به د ترکیې د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکي.
په همدې چوکاټ کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د نوي مشر د ټاکلو په موخه د خپلو غړیو سره سلامشورې کوي.
د هیواد لومړی وزیر رجب طیب اردوغان نن د ګوند د ولایتي شوراګانو د مشرانو او ښاروالانو سره مشورتي غونډه کوي. په غونډه کې به د ګوند د نوي مشر د ټاکلو په خاطر ددوې نظریې واخیستل شي.
همداشان لومړی وزیر اردوغان به سبا د هیواد په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا د ګوند د استازو سره مشورتي غونډه وکړي.
لومړی وزیر اردوغان پدې دوو مشورتي غونډو کې د عدالت او پراختیا ګوند مشر باید څوک وټاکل شي ؟ د پوښتنې ځواب لتوي .
پداسې حال کې چې د عدالت او پراختیا د ګوند د نوي مشر د ټاکلو په خاطر مشورتي غونډې دوام لري د بله پلوه ګوند د ۱۳ کلیزې د لمانځنې په موخه تیاري ګانې هم دوام لري.
د عدالت او پراختیا د واکمن ګوند په عمومي مرکز کې نن میلمستیا جوړیږي .
پدې میلمستیا کې به وزیران، د پارلمان وکیلان، د عدالت او پراختیا د ګوند د ولایتي شورا ګانو ریسان، ښاروالان، د عدالت او پراختیا ګوند د اجراییوي شورا غړي، د ګوند بڼسټ ایښودونکي او غړي ګډون وکړي.
پدې میلمستیا کې به د ګوند د ۱۲ کلنې دورې په اړه جوړ شوی لنډ فلم په ننداره کیښودل شي.
میلمستیا به د ترکیې د لومړني منتخب ولسمشر او لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په وینا پیل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه