لومړي وزیر اردوغان ته د نړۍ د څلورو ګوډونو نه د مبارکۍ پیغامونه
د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته د ولسمشر په ټوګه د ټاکل کیدو له امله د نړۍ د څلورو ګودونو نه د مبارکۍ پیغامونه راروان دي.
د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته د ولسمشر په ټوګه د ټاکل کیدو له امله د نړۍ د څلورو ګودونو نه د مبارکۍ پیغامونه راروان دي.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون لومړي وزیر اردوغان ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.
د بانکي مون د ویاند مرستیال فرهان حق د ترکیې ملي راډیو تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې بانکي مون د ترکیې ملت ته چې د لومړي ځل لپاره يي د خپلو ازادو رایو سره ولسمشر وټاکه مبارکي وایي.
همداشان د افغانستان ولسمشر حامد کرزي لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله .
د افغانستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتي مرکز لخوا په تر سره شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لوی بري له امله مبارکي وايي او د هغه د لا زیات بریالیتوب هیله کوي.
همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي مبارکۍ پیغام کې لومړي وزیر اردوغان ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي ویل شوې ده .
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میري هارف په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل چې د ترکیې ملت د لومړي ځل لپاره د خپلو ازادو رایو سره ولسمشر وټاکه.
همداشان اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو، د مکدونیا ولسمشر جورج ایوانوف، د حماس د ډلې سیاسي مشر خالد مشعل، د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رینزي، یونان لومړي وزیر انتونیس سامارس او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني لومړي وزیر اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله .
د کوسوا لومړي وزیر هاشم تاچي لومړي وزیر اردوغان ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله د مبارکۍ پیغام راستوالی دی.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په راستولي د مبارکي په پیغام کې ویلي دي چې د فلسطین د خلکو او دولت په استازیتوب تاسې ته ددې لوی بري له امله مبارکي وایم.
د مصر لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د زندان نه لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لوي بري له امله مبارکي ویلې ده .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719127067)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719127067)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله