د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اردوغان بری او په مخالف ګوند کې اختلافات

په ترکیه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا د ګوند لوی بري د جمهوریت خلق مخالف ګوند کې اختلافاتو ته لار پرانیسته.

88550
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اردوغان بری او په مخالف ګوند کې اختلافات

په ترکیه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا د ګوند لوی بري د جمهوریت خلق مخالف ګوند کې اختلافاتو ته لار پرانیسته.
د جمهوریت خلق په مخالف ګوند کې ناندرۍ پيل شوي دي .
د ترکیې په ولسي جرګه کې د انقرې د خلکو استازې او د جمهوریت خلق ګوند غړې امنه اولکر تارخان د یوې ډلې وکیلانو سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې د ګوند د عمومي مشر کمال کلچدار اوغلو د استعفا او د ګوند د مشرۍ لپاره د بیړنیو ټاکنو غوښتنه وکړه.
همداشان د جمهوریت خلق ګوند یو تن مرستیال محرم اینجه د ټویټر د حساب له لارې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل ګوند د ماتې نه د لوی شرم په توګه یادونه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې دویم لوی او مخالف د جمهوریت خلق ګوند د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ملیت پالو غورځنګ د ګوند سره په ګډه د اسلامي همکاریو پخوانی عمومي سکرتر اکمل الدین احسان اوغلو نوماند ټاکلی وو. همداشان د اکمل الدین احسان اوغلو د نوماندۍ نه ۱۲ ګوندونو نورو هم ملاتړ کړی وو چې ددې ټولو سره سره د لویې ماتې سره مخامخ شول.
د تیرې یکشنبې په ورځ په ترسره شوو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند نوماند لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د ۵۱ عشاریه ۷۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ترکیې لومړنی منتخب او ۱۲ ولسمشر وټاکل شو.
همداشان پدې ټاکنو کې د مخالفو ګوندونو ګډ نوماند اکمل الدین احسان اوغلو بیا ۳۸ عشاریه ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې.
د ټاکنو پایلو د جمهوریت خلق ګوند په منځ کې دا چې د ولسمشرۍ نوماند پخپله د ګوند نه نه بلکې د بهر نه ټاکل شوی وو یو ځل بیا ناندرۍ پيل کړي.
د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو هم د مشرۍ د ټاکنو لپاره تیاری ښودلی دی .
د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو د یوې ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو دا پایلې به ستاسې په ګوند د مشرۍ په اړه یو ځل بیا ناندرۍ پیل کړي او که نه ؟ نه ! کلچدار اوغلو وویل که چیرې د مشرۍ په اړه بحثونه پیل کړي دا د خوښۍ ځای دی . په ګوند کې به یو ځل بیا د مشرۍ په خاطر په ډیموکراتیکه ټوګه ټاکنې وکړو . که چیرې داسې غوښتنه وشي درناوی ورته لرم.


پيوندونه:

اړوند خبرونه