عبدالله ګل : د عدالت او پراختیا ګوند ته بیرته ستنیږم

ولسمشر عبدالله ګل وویل چې د ولسمشرۍ د دندې د پایته رسیدو نه غواړي چې بیرته خپل ګوند ته ستون شي.

87619
عبدالله ګل : د عدالت او پراختیا ګوند ته  بیرته ستنیږم

د ترکیې ولسمشر عبدالله  لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو  نه  وروسته  د لومړي ځل لپاره د خپل راتلونکې په اړه  پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر عبدالله ګل وویل چې  د ولسمشرۍ د دندې  د پایته رسیدو نه  غواړي چې بیرته خپل ګوند ته ستون  شي.

ولسمشر عبدالله ګل نن  د ولسمشري د ماڼې خبریالانو ته  د وداع  میلمستیا  ورکړه. ولسمشر ګل  پدې میلمستیا کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر عبدالله ګل  وویل چې  د ولسمشرۍ د دندې د پوره کیدو نه وروسته  بیرته خپل ګوند  ته ستنیږم .  ولسمشر ګل  د یوې پوښتنې په ځواب کې چې  د دندې د مودې د پوره کیدو نه وروسته  څه پلان لرۍ ؟ وویل ! البته چې خپل ګوند ته  ستنیږم. خپل ګوند ته  ستنیدل زما  لپاره  نورماله  خبره  ده.

ولسمشر ګل  وویل زه پوره باور  لرم چې  ترکيه  په ډیره  قوي توګه  پرمختګ ته دوام  ورکړي.

ولسمشر عبدالله ګل  وویل چې  د مختلفو  لارو څخه به هیواد ته  خدمت ته دوام  ورکړم.

ولسمشر عبدالله ګل د تیرې ۷ کلنې دورې په اړه هم  خبریالانو ته  معلومات  ورکړل.

ولسمشر ګل  وویل چې  تیر اته کلونه مو د لوړو ژورو سره  تیره  کړه. په تیرو ۷ کلونو کې ډیر زیات  پرمختګونه رامنځته شول. ولسمشر ګل  وویل چې  زه ماضي ته نه بلکې  راتلونکي ته ګورم  او تل  د هر ډول ستونزو د حل  په خاطر مو د صبر نه کار اخیستی  دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه