رجب طیب اردوغان د ترکیې لومړنی منتخب ولسمشر وټاکل شو.

د غیرې رسمي پایلو له مخې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره لوی بری ترلاسه کړ.

86327
رجب طیب اردوغان  د ترکیې لومړنی  منتخب ولسمشر وټاکل شو.

رجب طیب اردوغان  د ترکیې لومړنی  منتخب ولسمشر وټاکل شو.

د یادولو وړ ده چې  د غیرې رسمي  پایلو له مخې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  لوی بری ترلاسه کړ.

د ټاکنو د رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته هم  لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او هم  د هغه ګوند ته  ډير سټرې  شپې او ورځې په انتظار کې دي .

د ټاکنو د عالي شورا  د څرګندونو له مخې  د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدايي پایلې  سبا اعلانیږي  او وروستۍ پایلې به  د اګست په ۱۵ نيټه  اعلان شي.

دا چې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  د ترکیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو  هم  د لومړي وزیر څوکۍ او هم  د عدالت او پراختیا د ګوند د مشرۍ څوکۍ  خالي کیږي.

د همدې امله به  د عدالت او پراختیا  واکمن  ګوند بیړنۍ کانګره  وکړي  او په کانګره کې به د ګوند لپاره  نوی  مشر  وټاکي. همداشان  د عدالت او پراختیا د واکمن ګوند د مشر د ټاکل کیدو نه وروسته به لومړی وزیر وټاکل شي.

د هیواد  د ولسمشر عبدالله ګل  د دندې موده  د اګست په ۲۸ نیټته  پایته رسیږي  چې  په همدې ورځ به  رجب طیب اردوغان  د ترکیې جمهوریت د دولسم  ولسمشر په توګه په ملي شورا کې لوړه وکړي او په خپلې نوې دندې به رسمآ پیل وکړي.

رجب طیب اردوغان  د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه وروسته به  لومړی وزیر وټاکي . لومړی وزیر به په لنډه  موده کې  د کابینې لست  جوړ او ولسمشر ته به يي وړاندې کړي. نوی حکومت به  د ملي شورا نه هم  د اعتماد رای ترلاسه کړي او وروسته به  په ترکیه کې هر څه نورمال حالت ته راوګرځي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه