رجب طیب اردوغان د ترکیې جمهوریت ۱۲ ولسمشر وټاکل شو.

په ترکیه کې خلک د لومړي ځل لپاره د ولسمشر د ټاکلو په موخه د رایو د صندوقونو په لورې لاړل او رجب طیب اردوغان يي د لومړني منتخب ولسمشر په توګه وټاکه.

86229

لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  په ټاکنو کې  په لومړني پړاو کې  د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د عدالت او پراختیا ګوند  لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند  ټاکلې وو  چې د ملت لخوا هم  د ولسمشر په  توګه  وټاکل شو.

د یادولو وړ  ده چې  پدې ټاکنو کې د هیواد ۱۴ مخالفو ګوندونو  د لومړي وزیر اردوغان په مقابل کې  یو ګډ نوماند  ټاکلی وو چې بیا هم  د ملت لخوا  د ولسمشرۍ مسولیت لومړي وزیر اردوغان ته وسپارل شو .

همداشان  د حقونو او ډیموکراسۍ ګوند بیا   صلاح الدین دیمیرتاش  د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند ټاکلی وو. 

په ترکیه کې  ۵۲ میلیونه ۸۹۴ زرو ۱۱۵ تنو ثبت شوو  رای ورکوونکو  په ټول هیواد کې په ۱۶۵ زره ۱۰۸ صندوقونو کې  رایې وکارولې .

پيوندونه:

اړوند خبرونه