اردوغان خپل بری د استانبول نه اعلان کړ

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په استانبول کې خپل بری اعلان کړ او د ترکیې د ملت نه يي په هغه یو ځل بیا د باور کولو له امله مننه وکړه .

86243
اردوغان خپل بری  د استانبول نه اعلان کړ

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  په استانبول کې خپل بری  اعلان کړ  او د ترکیې د ملت نه يي  په هغه یو ځل بیا  د باور کولو له امله  مننه وکړه .

د غیرې رسمي  پایلو له مخې  لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو  سره  د ترکیې ۱۲ ولسمشر وټاکل شو. لومړي وزیر اردوغان خپل بری  د استانبول نه اعلان کړ.

لومړي وزیر اردوغان وویل چې  خپل  اصلي بری به په انقره کې د عدالت او پراختیا د ګوند  د بالکون نه  د ترکیې ملت  ته د وینا په ترڅ کې  اعلان کړي .

لومړي وزیر اردوغان وویل چې  وطن او ملت ته به خدمت ته دوام  ورکړي. د لا پرمختللي ډیموکراسۍ  او په هیواد کې د ټولو ستونزو د حل او په ځانګړې توګه  د کردانو د ستونزې د حل په خاطر به  مبارزې ته دوام ورکړي . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه