په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای شمیرنې لړۍ پیل شوه

په ترکیه د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای اچونې د بهیر د پایته رسیدو سره سم د رای شمیرنې په لړۍ پیل وشو.

85950
په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای شمیرنې لړۍ پیل شوه

په ترکیه  د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای اچونې د بهیر  د پایته رسیدو سره  سم د رای شمیرنې په لړۍ پیل وشو.

همداشان  د ترکیې نه بهر د میشتو ترکانو لخوا  د کارول شوو رایو  په شمیرنې هم  پيل شوی دی . د هیواد بهر کارول شوې رایې  په انقره کې د سوداګریزو خونو د کانګرې په مرکز کې  د ټاکڼو د عالي شورا د غړیو، د نوماندانو د څارونکو او امنیتي مسولینو په حضور کې شمیرل کیږي.

د هیواد نه بهر په ۵۴ هیوادونو کې کارول شوې رایې  انقرې ته راول شوي دي .

د ویلو ده چې  د هیواد نه بهر  د میشتو دوه میلیونو او ۷۲۲ زره تنو نه  یواځې  ۲۳۲ زره او ۵۸۶ تنو  رایې کارولي دي.

همداشان په سرحدي دروازو کې بیا  ۲۹۰ زره  تنو رایې کارولي دي  . 

د رایو د شمیرنې په لړۍ پيل شوی دی تمه کیږي چې د شپې د نهو بجو نه وروسته  د ابتدايي پایلو په اعلانولو پیل وشي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه