په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو بهیر رسمآ پیل شو.

په ترکیه کې خلک د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلو ازادو رایو سره ولسمشر ټاکي.

85125
په ترکیه  کې د ولسمشرۍ د ټاکنو  بهیر  رسمآ  پیل شو.

په ترکیه  کې د ولسمشرۍ د ټاکنو  بهیر  رسمآ  پیل شو. په ترکیه کې خلک  د لومړي ځل لپاره  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون  کوي او د خپلو ازادو رایو سره  ولسمشر ټاکي. 

نن  په  ترکیه کې ۵۲ میلیونه ۸۹۴ زره ۱۱۵ تنه واجد د شرایطو کسان په ۱۶۵ زره ۱۰۸ د رایو په صندوقونو کې خپلې رایې کاروي.
د ترکیې د ولسمشرۍ لپاره درې تنه نوماندان د عدالت او پراختیا د ګوند لخوا رجب طیب اردوغان ، د جمهوریت خلق او ملیت پالو غورځنګ د ګوندونو ګډ نوماند اکمل الدین احسان اوغلو او د حقونو او ډیموکراسۍ د ګوند لخوا صلاح الدین دیمیرتاش په خپلو منځونو کې سیالي کوي.
د  یادولو وړ ده چې دا لومړی دی چې په ترکیه کې ولسمشر د ټولټاکنو په ترڅ کې تاکل کیږي .
د بله پلوه دا لومړی ځل دی چې د رای اچونې په پاڼو کې د نوماندانو عسکونه چاپ شوي دي . د رای اچونې په پاڼو کې د پچې په اساس د لومړي وزیر اردوغان نوم او عکس لومړی، د اکمل الدین احسان اوغلو دویم او د صلاح الدین دیمیرتاش په دریم کتار کې ځای لري
همداشان د هیواد نه بهر د ولسمشرۍ د ټاکنو په خاطر کارول شوي رایې چې انقرې ته راوړل شوي دي د ټاکنو د پایته رسیدو نه وروسته د نورو رایو سره یو ځای وشمیرل شي.
د رای اچونې بهیر به په هیواد کې د سهار په اتو بجو پیل او د مازیګر تر ۵ بجو به دوام وکړي . د ټاکنو ابتدايي پایلې به د تاکنو نه یوه ورځ وروسته د اګست په ۱۱ مه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا اعلان شي. وروستۍ پایلې به د اګست په ۱۵ نیټه اعلان شي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه