په ترکیه کې د د رای اچونې بهیر د مازیګر په ۵ بجو پایته ورسید

په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای اچونې بهیر د مازیګر په ۵ بجو رسمآ پایته ورسید.

85848
په ترکیه کې د د رای اچونې بهیر د مازیګر په ۵ بجو پایته ورسید

په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای  اچونې بهیر  د مازیګر په ۵ بجو  رسمآ پایته ورسید.

د رای اچونې بهیر چې په ټوله ترکیه کې د سهار په ۸ بجو پیل شوی وو  د مازیګر په ۵ بجو  پایته ورسید.

په ترکیه کې  ۵۳ میلیونو ثبت شوو کسانو  په ټول هیواد کې په ۱۶۵ زره او ۱۰۸ د راي ورکولو په صندوقونو کې  خپلې رایې وکارولې.

د ویلو ده چې د رای اچونې  د بهیر د پایته رسیدو  سره سم  د رای شمیرنې په لړۍ  پیل وشو.

همداشان  د هیواد د ټاکنو عالي شورا  د ماسختن  تر ۹ بجو  راډیو، تلویزیون او چاپي رسنیو لخوا  د رایو د پایلو په اعلانولو  بندیز لګولی دی .

همداراز د ټاکنو عالي شورا نن  د شپې تر ۱۲ بجو پورې  د الکولي مشروباتو په پلورلو، په رستورانتونو او کورونو کې د الکولي مشروباتو په مصرف  او د ټولو بارونو او د شپې په کلپونو  بندیز  لګولی دی .

همداشان  د شپې  تر ۱۲ بجو  پورې په ټول هیواد کې د وسلو په ګرځولو  هم  بندیز  لګول شوی  دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه